د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس د مړو شمېر ۲۵ ته رسېدلی


ډاکټر د یو مشکوک کس معاینه کوي (پخوانی عکس)
ډاکټر د یو مشکوک کس معاینه کوي (پخوانی عکس)

په پاکستان کې د کورونا وایرس تصدیق شویو کېسونو شمېر ۱۸۶۵ ته رسېدلی دی.

د پاکستان صحت قامي ادارې ( این ای اېچ) پر ویبپاڼه له ورکړل شویو شمېرو سره سم په دې کې ۶۵۲ په پنجاب، ۶۲۷ په سند، ۲۲۱ په خیبر پښتونخوا، ۱۵۳ په بلوچستان، ۱۴۸ ګلګت بلتستان، ۵۸ په اسلام اباد او شپږ کېسونه په ازاد کشمېر کې تصدیق شوي دي.

د صحت قامي اداره وايي، تر اوسه په دغه هیواد کې ۲۵ کسان له وایرسه مړه شوي دي او ۵۸ ترې روغ شوي دي.

د (اېن ای اېچ) له تازه شمېر سره سم یو تن په ګلګت بلتستان، درې په پنجاب او دوه کسان په سند کې مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG