د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس: روسی پارلمان بیړنی قانون منظوري


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د روس د پارلېمان غړیو د هغه قانون سازۍ په اړه ابتدايي منظوري ورکړې چې له مخه یې د هیواد وزیراعظم میخایل میشوستن کولای شي په ملک کې بېړنی حالت اعلان کړي.

په روس کې په یوه ورځ کې د کرونا وړجن ۲۷ فیصده سېوا شول.

د روس استازو جرګې دوما نن ( د مارچ پر ۳۱مه) د هغه قانوني مسودې منظوري ورکړه چې ورسره حکومت په ټول هیواد کې ایمرجنسي په نافذولو سره ضابطه اخلاق ټاکلې شي.

د بل یا قانوني مسودې له مخې هغو کسانو ته به د پنځو کالو د بند سزا ورکړل کېږي چې په بیړنيو حالانو کې له کسته ناسم یا درواغ مالومات خپروي. د دې تر څنګ هغه څوک چې د قرنظین د صفایۍ اصول په پام کې نه نیسي نو اووه کاله قید به ورته ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په روس کې د کرونا وایرس نوي ۵۰۰ کېسونه مخې ته راتللو سره په دغه هیواد کې د وایرس ځپلو شمېر ۲۳۳۷ ته ورسېد.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG