د جرمني حکومت افغانستان ته د هغو افغانانو د جبري ستنولو بهیر ځنډولی چې له غیر قانوني لارو دې هېواد ته تللي دي.
د جرمني کورنیو چارو وزارت ویانده وايي چې د افغان حکومت د غوښتنې له مخې او د کرونا وایرس له کبله رامنځته شوي بحران ته په پام سره یې د افغانانو جبري ایستل لږه موده ځنډولي دي.
د جرمني خبري اژانس "ډي پي ای" د راپور له مخې له دې هېواده د ایستل شويو افغان کډوالو وروستۍ جوپه د روانې مارچ میاشتې پر۱۲مه کابل ته واستول شوه.
جرمني ټول ۹۰۷ افغانان چې ټول نارینه دي، افغانستان ته ستانه کړي دي.