د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس: روسیه د هېواد په کچه کوربند لګوي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

روسیه پر دې غور کوي چې په ملي کچه پر کورونو د خلکو د پاتې کېدو موده وغځوي.

تر دې مخکې د مسکو چارواکو د دغه ښار له ۱۲ میلیونه اوسېدونکو غوښتنه کړې وه چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د روسیې د ارتودوکس کلیسا هم، د کورونا وایرس د خپرېدو مخینوي په هدف، له عبادت کوونکو غوښتنه وکړه چې کلیساوو ته د تګ پر ځای په کورونو کې عبادت وکړي.

وزیر اعظم میخایل میشوستین د مارچ پر ۳۰مه له واليانو غوښتنه وکړه چې د مسکو په څېر پر کورونو د خلکو پاتېدو امر تعقیب کړي.

د روسیې حکومت د مارچ پر ۳۰مه د دغه هېواد ټول سرحدونه وتړل، خو روسي ډیپلوماتان، حمل او نقل او نور ضروري وسایط او خلک کولای شي له سرحده داخل شي.

د روسې فدراتیف د امنیت شورا مرستیال دمتري مدودف تېره یکشنبه پر خپل فېسبوک پاڼه په یوه وېډیويي پیغام کې وویل: "د کورونا وایرس د خپرېدو نامطلوبه سناریو نورو سختو اقداماتو ته اړتیا لري، د دغه وایرس د خپرېدو مخنیوی دې ته اړتیا لري چې هر کس باید ولسمشر ته غوږ شي او خپل انضباط وښيي."

په روسیه کې د کورونا وایرس د بحران په وړاندې د مبارزې مرکز د مارچ پر ۳۰مه وویل، په دغه وایرس وروستی تن په پسکوف سیمه کې مړ شوی دی.

د روسیې په ۷۱ ساحو کې په کورونا وایرس د خلکو اخته کېدو راپورونه ثبت شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG