د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د کورونا مخنیوي لپاره بندیزونه اعلان کړل


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

روسیې د مارچ پر۳۰مه د خپلو پولو د بندولو امر وکړ. مسکو پر خپلو خلکو غږ کړی چې تر خپلو کورونو دې محدود پاتې شي.

روسیې نن د مارچ پر ۳۰مه د خپلو پولو د بندولو امر وکړ. مسکو پر خپلو خلکو غږ کړی چې تر خپلو کورونو دې محدود پاتې شي. همدا رنګه د ارتوډاکس عیسوي مذهبو مشر پر عبادت کونکیو غږ کړی چې کلیسا ته له تګه دې ډډه وکړي او په کورونو کې دې عبادت وکړي.

حکومت ویلي د پولو بندول به د روسي ډیپلوماټانو، د اور وژنې د ادارې د ګاډو چلونکو او ځینو نورو داسې کسانو لپاره نه وي.

د مسکو چارواکي وايي، له دې بندیزونو یې مخه دا ده چې د کورونا وایرس د خپرېدو مخه ونیول شي.

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې به د بندیز په ورځو کې هم د خوراکي توکیو او درملو دوکانونه پرانېستې وي. خلک به له کوره، کار ته د تګ اجازه هم ولري.

په روسیه کې د کورونا ځپلو کسانو شمېر له یو نیم زر څخه اوښتی دی. یواځې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۰ نوي کیسونه مخې ته راغلي دي. هلته تر اوسه اته کسان د کورونا له وجې مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG