د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا: په ټوله نړۍ کې نږدې ۳۴ زره کسان وژلي


په نړۍ کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېره ۳۴ زرو ته نږدې شوې ده.

د کورنا وایرس په اړه د معلومات خپرونکي، جان هوپکینز پوهنتون له شمېرو سره سم، د مارچ د ۲۹مې نېټې تر ماښامه، په ټوله نړۍ کې په مجموعي توګه تر ۷ لکه ۲۲ زره زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

تر ټولو زیات یې ایټالیا، هسپانیا او چین ځپلي دي. له دې ناروغۍ څخه تر اوسه تر ۱۵۰ زره کسان بیرته روغ شوي هم دي.

په امریکا کې تر اوسه له ۱۴۲ زرو نه زیات کسان کورونا ځپلي دي او پوهاند وېره څرګندوي چې که د دې وبا مخه ونه نیول شوه نو یواځې په امریکا کې ترې دوه لکه کسان ژوند بیللی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG