د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: لسګونه طالبانو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې


د افغانستان کندز ولايت (ارشيف)

د افغانستان د غور ولايت چارواکو نن [د مارچ پر ۲۶مه] مشال راډيو ته ويلي، تېره شپه د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په نښتو کې یو سرتېری او د یوې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي مسول په ګډون اته طالبان ووژل شول.

د غور د والي د مطبوعاتي دفتر سرپرست عارف عابر زياتوي چې نښتې تېره شپه هغه مهال پیل شوې چې وسله‌والو طالبانو له څو لوريو په دولتیار ولسوالۍ کې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو باندې بريدونه وکړل.


د هغه په وینا تر بريد وروسته نښتو کې د غور ولایت د لعل سرجنګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي مسول قاري رووف په ګډون اته وسله ‌وال ووژل شول او شپږ تنه‌ یې ټپیان شول.​

د غور د ولایتي شورا غړي طالبانو ته اوښتې مرګژوبله تر دې زياته بولي خو په خپله وسله ‌والو طالبانو تر اوسه د دغو نښتو او دوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه‌ دې ويلي.​

بلخوا د کندز ولايت چارواکي وایي چې تېره شپه طالبانو په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې پولیسو ته پکې مرګ‌ژوبله واوښته.


د امام صاحب ولسوال محبوب ‌الله سعیدي نن [د مارچ پر ۲۶م] له مشال راډیو سره په خبرو کې د پولیسو د مرګژوبلې کره شمېر په ډاګه نه ‌کړ خو ویې‌ ویل چې د تېرې شپې بریدونو کې پولیسو او طالبانو ته د سر زیان اوښتی دی.

د کندز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي بیا وایي، جګړه کې پنځه پولیس وژل شوي او ځېنې نور بيا طالبانو له ځان سره ژوندي بېولي دي.

هغه زیاته کړه: "تېره شپه پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه پيل شول او د شپې دولس نیمې بجې پای ته ورسېدل. جګړه کې د پوستې پنځه تنه وژل شوي، درې ټپيان دي او شپږ تنه هم طالبانو له ځان سره بېولي. دوی پوسته هم نیولې وه خو وروسته بېرته تللي دي."

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌ دې ویلي.

انځورونه، ویډیوګانې

هندي وګړي د سرو زرو تمبوزک وهلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:12 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG