د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه کړې

کابل ښار کې د مارچ پر ۲۵مه د سيکانو پر ګوردواره د بريد انځور
کابل ښار کې د مارچ پر ۲۵مه د سيکانو پر ګوردواره د بريد انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت [يوناما] په دې هېواد کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې تاوتریخوالی کم او پر اوربند کار وکړي.

يوناما پرون [د مارچ ۲۵مه] په یوې اعلامیه کې وویل چې له ټولو اړخونو غواړي چې ولسي وګړي خوندې کړي او د اوربند او سیاسي روغې جوړې کار ته دوام ورکړي.

د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي د تاوتریخوالي د کموالي سره سره د فبرورۍ له وروستیو څخه د مارچ تر ۲۵مې په افغانستان کې تر ۱۰۰ ډېر ولسي وګړي وژل شوي دي.

په افغانستان کې وروستی برید د مارچ پر ۲۵مه د کابل په شوربازار سیمه کې د سيکانو پر ګوردواره وشو چې لږ تر لږه ۲۵ ولسي وګړي پکې ووژل شول او اته نور ژوبل شول.

اسلامي دولت وسله والې ډلې [داعش] د دې بريد مسوليت منلی دی.

یوناما دغه برید سخت غندلی او وایي چې په دا وروستیو ۲۵ ورځو کې ډېر خونړي بريدونه د افغان حکومت د وسله‌ والو مخالفو ډلو لهخوا ترسره کېږي. د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلې لومړی درجه مسول وسله‌وال طالبان ګڼي.

XS
SM
MD
LG