د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د مارچ په ۳۱مه ۱۰۰ طالبان خوشې کوي


په پلچرخي زندان کې د اې پي خبري اژانس سره مرکې لپاره ناست طالب بنديان

افغان حکومت وايي دوی د طالبانو سره سلا شوي چې بنديان يې ورپريږدي او د ولسمشر تر تاييد او طالبانو سره د نورو خبرو وروسته به سل کسان د مارچ په يودېرشمه خوشي کړي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا ویاند، جاويد فېصل د مارچ په ۲۵مه مشال رېډيو ته وويل چې دا کسان به د هغوی د عمر او کورونا وایرس اخیستو ته په کتو سره هله خوشي کول پېل شي چې طالبان ورته ضمانت ورکړي چې دا وسله وال به د جنګ مېدان ته نه ورګرځي.

د طالبانو يو پلاوی به کابل ته ځي او افغان چارواکو سره به نورې خبرې کوي

د طالبانو قطر دفتر هم ويلي چې افغان حکومت ورسره د بندیانو په خوشي کولو سلا شوی دی. په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهېل شاهين پر ټويټر ليکلي چې دواړه خواوې پر انټرنيټ د ويډيو لينک له لارې د څلورو ساعتو خبرو وروسته دې نتيجې ته ورسېدل. هغه همداراز زياته کړې چې د طالبانو يو پلاوی به د باګرام بنديخانې ته لېږي چې هلته د بنديانو په پېژندګلوۍ کې مرسته وکړي. د شاهين په خبره دا به د پينځه زره طالبانو خوشي کولو ته لار هواره کړي.

په کابل کې د امریکې سفارت د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو په اړه شوی پرمختګ ستایلی دی. سفارت پر ټويټر ليکلي چې امريکا د اوږدمهالې سولې لپاره د دواړو خواوو د هڅو ملاتړ کوي.

د بندیانو خوشي کولو د امريکايانو او طالبانو ترمنځ تېره مياشت شوې معاهدې يو شرط وو. په دغه موافقه کې ويل شوي وو چې افغان حکومت به پنځه زره طالب بنديان د مارچ مياشتې تر لسمې پورې خوشي کوي. د دې کار په بدل کې به طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني بيا بيا ويلي چې تر هغي بنديان نه شي خوشي کولی تر څو یې جنګ ته د بېرته نه ستنېدلو ضمانت نه وي شوی.

افغان چارواکو تر اوسه نه دې ويلي چې د مارچ له يودېرشمې څخه د خوشي کېدونکو طالب بنديانو بيا ټوپک نه راخیستو ضمانت به څوک او څنګه کوي. خو د افغان حکومت يوې سرچينې مشال راډيو ته ويلي چې د طالبانو او افغان حکومت د پلاوو ترمنځ د آن لاين ويډيو خبرو پر مهال د امريکې او قطر لوړپوړي چارواکي موجود وو او همدوی به د دې کار ضمانت کوي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه په مرستو کې د یو ارب ډالرو کمولو اعلان کړی دی او ویلي یې وو چې له افغانستان سره د خپلې همکارۍ پر کچه هم له سره غور کوي.

امريکا دا ګام له هغه وروسته واخيست چې ددې هېواد بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د مارچ پر ۲۳مه کابل ته د سفر پر مهال په دې کې ناکام شو چې د ولسمشر اشرف غني او پخواني اجراییه ریس عبدالله عبدالله ترمنځ د واک پر سر روغه جوړه وکړي. د هغه په وېنا د دې دواړو مشرانو نه جوړېدل د سولې بهير لپاره ښه نه دي.

XS
SM
MD
LG