د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران: له کورونا د وژل شوو شمېر ۱۶۸۵ ته ورسېد


په ايران کې د ملي بېنک کارکوونکو د کورونا وایرس څخه بچ کېدو لپاره ځانګړې جامې اغوستې دي
په ايران کې د ملي بېنک کارکوونکو د کورونا وایرس څخه بچ کېدو لپاره ځانګړې جامې اغوستې دي

د ایران د روغتیا چارواکي وايي په دغه هېواد کې د کورونا وایرس لوجې د مړو شمېره ۱۶۸۵ ته ورسېده او د ناروغانو شمېر یې هم په زیاتېدو دی.

د ایران د روغتیا وزارت نن وویل په تېرو ۲۴ ګهېنټو کې د کورونا وایرس لوجې ۱۲۹ کسان مړه شوي او تر نن ورځې د کورونا وایرس د تصدیق شویو ناروغانو شمېر ۲۱۶۳۸ ته رسېدلی دی.

ایراني چارواکو له خپلو خلکو غوښتنه کړې چې د نوروز په رخصتیانو کې دې له خپلو کورونو څخه نه اوځي. په دغه هېواد کې د نوي کال هلې ځلې د مارچ له ۲۰ څخه پیل شوي دي.

له اټلي او چین وروسته ایران په دریم نمبر دی چې کورنا وایرس تر ټولې نړۍ ډېر ځپلې دی.

XS
SM
MD
LG