د ایران سرکاري رسنۍ خبر ورکوي چې د تهران او پېریس ترمنځ ظاهرا د بندیانو په تبادله کې ایران هغه فرانسوی څېړونکی خوشې کړی چې تېر کال یې نیولی وو. په بدله کې فرانسې یو کال وړاندې نیولی يو ایرانی اینجینر خوشې کړی دی.
د ایران حکومتي خپرندویه ادارې IRIB تېره ورځ وویل جلال روح الله نژاد چې د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې د فرانسې حکومت نیولی وو، بیرته خوشې شوی دی.
د ایراني رسنۍ د معلوماتو له مخې حکومت فرانسوی څېړونکی رونالډ مارچل په تهران کې د فرانسې سفارت ته سپارلی دی.
وروستي معلومات دا دي چې رونالډ مارچل فرانسې او جلال روح الله نژاد ایران ته رسېدلي دي.