د لاسرسي ځای

تازه خبر

له عمرې راغلي کسان دې له ولس سره نه ګوري: خيبر چارواکي

په مکه کې حج کوونکي (ارشيف)
په مکه کې حج کوونکي (ارشيف)

د خیبر قبایلي ضلعي انتظامي چارواکي وایي د لنډي کوتل د بېلا بېلو برخو شاوخوا ۷۸ کسان له عمرې ستانه شوي دي.

دوی وايي، دې کسانو ته یې ویلي چې غونډې نه جوړوي او لږ تر لږه تر دوو اونیو له خپلو کورونو نه راوځي.

تېره شپه [د مارچ پر ۲۰مه] د خیبر ضلعې د روغتيا څانګې او ځايي پولیسو د جوماتونو په لاوډ سپیکرو کې اعلانونه کړي چې خلک دې بې له ډېره ضرورته له کوره نه راوځي.

ځايي انتظامیې پر ولس غږ کړی دی چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره دې د حکومت پر جاري کړو لارښوونو عمل وکړي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG