د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوروز په اړه خپل کلني بیان کې د ايراني ولس په ګډون د دې جشن ټولو لمانځونکو ته مبارکي ویلې ده.
ولسمشر ټرمپ د مارچ پر ۲۰مه په خپل پيغام کې ویلي چې دی د ایران لپاره روښان او ازاد راتلونکی غواړي.
نوموړي زیاته کړې چې د نوروز راتګ دا یادونه کوي چې د ازادۍ ټول ځواکونه به تل د بد او ظلم پر وړاندې بریالي کېږي.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې تېر کال د ایراني ولس لپاره تاریخي و هغه ځکه چې د ده په وینا ، زړور او حوصله ناکو ایرانیانو په ټول هیواد کې د درغلیو پرضد او د احتساب لپاره مظاهرې وکړې.
د ایران تر ۱۰۰ زیاتو ښارونو او ښارګوټو کې له تشدده ډک احتجاجونه راپورته شوي چې بیا د ایران امنیتي ځواکونو په زور خاموشه کړي ول.