د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۴ ته رسېدلی


د افغانستان هرات ولايت (ارشيف)
د افغانستان هرات ولايت (ارشيف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دې هېواد کې د کورونا وايرس د دوو نویو پېښو تر ثبتېدو وروسته په دې وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۴ ته لوړ شوی دی.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار نن (د مارچ پر ۲۰مه) رسنیو ته په یوه لېږل پیغام کې ویلي چې دواړې پېښې په هرات ولايت کې ثبت شوي دي.

مایار زیاتوي، ۳۰ نورې مشکوکې پېښې په لابراتوارونو کې تر څېړنو لاندې دي چې وروسته به یې جزیات له رسنیو سره شریک شي.

دمګړی هرات ۱۵، سمنګان ۳، لوګر ۲، بلخ، کاپیسا، دایکندي او بادغیس د کورونا وايرس یوه یوه مثبته پېښه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG