د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال راډیو مشر خبریال سیلاب مسود ومړ


سیلاب مسود په ډېره اسماعیل خان کې د ماین چاودنې یوې ژوبلې ماشومې له پلار سره خبرې کوي
سیلاب مسود په ډېره اسماعیل خان کې د ماین چاودنې یوې ژوبلې ماشومې له پلار سره خبرې کوي

په جنوبي وزیرستان کې د مشال راډیو خبریال سیلاب مسود په ۷۳ کلنۍ کې ومړ.

د کورنۍ غړي يې، وايي نوموړی له اوږدې ناروغۍ وروستو نن د اسلام اباد په شفا روغتون کې ساه ورکړه. د سیلاب مسود د جنازې لمونځ به د جمعې په ورځ دوې بجې د ډېره اسماعیل خان په برکي جامع مسجد کې ادا کېږي او هم دغلته به خاورو ته سپارل کېږي.

سیلاب مسود خپل ټول عمر د صحافت او ټولنیزو هلو ځلو له لاری د خپلې سیمې او ولس خدمتونو ته ځانګړی کړي ول او په قبایلي سیمو کې د حقونو لپاره د تحریک اتحاد قبایل په سرخېلانو کې وو.

سیلاب مسود په نړۍ کې د میډیا د نومیاتو ادارو سره کار کاوه او د خپل کار په لړ کې د دړکو او قید و بند له سختو سره هم مخامخ شوی وو. هغه ته د خپلو خدمتونو په بدل کې د میډیا او بشري حقونو د نړیوالو ادارو له خوا اسناد او جایزی هم ورکړل شوی وی.

د هغه په مړینه پر سوشل میډیا سیاسي او ولسي مشرانو او د خبریالانو اتحادیو خپل خپګان ښودلی او دغه يې په سیمه کې د صحافت او د خلکو د بیان ازادۍ لپاره د روانې مبارزی لپاره یو لوی تاوان بللی دی.

نوموړی په ۲۰۱۰ ز کال د مشال راډیو له پیلېدو سره سم له لومړۍ ورځې راهیسې د خپلې سیمې جنوبي وزیرستان پر حالاتو په ډېر کره مسلکي چوکاټ کې د خبریال په توګه زموږ اورېدونکي خبرول.

سیلاب مسود د خپلې سیمې یو داسې ږغ وو چې د وزیرستانونو ترهګرۍ ځپلیو ولسونو به پکې د خپلو دردونو مرهم لټاوه.


سیلاب مسود د خپل ژوندانه لویه برخه په ژورنالزم کې تېره کړې وه او ښايي د پخوانۍ فاټا د پاخه عمر لومړنی خبریال وي چې دومره اوږده موده له ژورنالزم سره پیوست پاتې شوی وي. نوموړي به په خپله کرلاڼي ګړدود (مسیدۍ لهجه) کې رپورټ وایه. د هغه دې ځانګړې ډول نه یوازې ډېر مېنوال ځان ته ورمات کړي ول بلکې خپل لهجوي راپور به یې خپله سیمه هم خپلو اورېدونکیو ته ورپېژندله.

سیلاب مسود د خپلې سیمې یو داسې ږغ وو چې د وزیرستانونو ترهګرۍ ځپلیو ولسونو به پکې د خپلو دردونو مرهم لټاوه.

دی په تېرو ۴۰ کلونو کې او بیا له یولسم سېپټمبره پس په وزیرستانونو کې د تېر شوي هر ناورین شاید وو او هېڅ یوه داسې غمیزه که هغه هلته د قبایلي مشرانو هدفي وژنې وي، په ځمکلاندو بمي چاودنو کې د ماشومان لاس او پېښې غوڅونې وي او یا هم په پوځي عملیاتو کې بې کوري او ړنګ کورونه او د کډوالۍ لالهاند ژوند دې، هغه په خپلو راپورونو کې نه وي رانغښتی.

هغه له ژورنالزم سره سره له ادب او شعر سره هم مینه لرله او د شعرونو درې کتابونه یې هم چاپ دي.

سیلاب مسود په ریښتیا هم په وزیرستانو کې د ژورنالزم یو باب وو چې وتړل شو.

د سیلاب مسود یو راپور

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG