د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان دې خپلمنځي ناندري ژر هوار کړي: خلیلزاد


د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي پر افغانانو د خپلمنځي اختلافاتو ختمولو او جوړجاړې غږ کړی دی.

زلمي خليزاد د مارچ پر ۱۸مه نېټه پر ټویټر پاڼه کښلي، افغانان بايد هغه سياسي کړکېچ حل کړي چې د انتخاباتو او سوګندونو وروسته رامنځ ته شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې کړکېچ د افغانستان امنيت ته زيان رسوي.

د طالبانو او افغان حکومت د ژمنو سربېره هم تراوسه پورې هېڅ بنديان خوشې شوي نه دي


د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسون اشرف غني په ولسمشريزه انتخاباتو کې بريالی اعلان کړی وو خو د هغه سيال عبدالله عبدالله پايلې نه وې منلې او ځان يې بريالی اعلان کړی وو.

له دې وروسته اشرف غني د افغان ولسمشر په توګه سوګند واخیست خو هم په هغه ورځ عبدالله عبدالله د کابل په سپېدار ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د بنديانو خوشېکولو په اړه زلمي خليلزاد ويلي چې د طالبانو او افغان حکومت د ژمنو سربېره هم تراوسه پورې هېڅ بنديان خوشې شوي نه دي. نوموړي غږ وکړ چې بايد تر تړون وروسته بنديان ژر تر ژره خوشي شي.

طالبانو او امريکا د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه په قطر کې هوکړه لاسليک کړه چې ورسره د افغانستان ۱۷کلنه جګړه به په ممکنه توګه پای ته رسېده.

خو لاهم د تړون پر ټولو مادو سل په سله عمل نه دی شوی.

خليلزاد زياته کړه چې کورونا وايرس مرګونی ګواښ رامنځ ته کړی دی او له افغانانو غواړي چې خپل هېواد او خپلو خلکو ته لومړيتوب ورکړي، ځکه چې دا د مرګ او ژوند موضوع ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG