د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمد اشرف غني د افغان ولسمشر په توګه لوړه وکړه


اشرف غني تر لوړې وروسته په وینا کې د خلیلزاد د سولې د پلان هرکلی وکړ

کابل - محمد اشرف غني د دويم ځل لپاره د افغان ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د افغانستان سترې محکمې مشر قاضي سيد يوسف حليم د مارچ پر نهمه په ارګ کې له محمد اشرف غني څخه سوګند واخیست.

په عین وخت کې د غني سیاسي سیال او پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه د دندې لوړه وکړه.

په ارګ کې د لوړې مراسمو پر وخت په ښار کې د چاودنو اوازونه واورېدل شول خو پکې د مرګ ژوبلې رپورټونه نه دي ورکړل شوي.

تر لوړې اخیستو وروسته اشرف غني په وينا کې وويل، هيچا د انتخاباتو بهير نه دی بايللی او عبدالله عبدالله ته يې په اشاره وويل چې له خپلو سياسي حريفانو غواړي چې لاسونه سره ورکړي او وطن ته خدمت وکړي.

عبدالله عبدالله هم د ولسمشر په توګه د دندې لوړه کړې
عبدالله عبدالله هم د ولسمشر په توګه د دندې لوړه کړې

نوموړي وويل چې انتخاباتو ته يې درناوی کړی او بايد د خلکو راتلونکي او هوساينې ته پام وشي.

اشرف غني د افغان سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو ځانګړي استازي زلمي خليزاد د سولې پلان هرکلی وکړ او ویې ویل چې د سولې په خبرو کې به د ښځو حقونه خوندي کوي.

نوموړي وويل چې اوسنۍ کابينه به دوه نورې اوونۍ هم کار کوي.

اشرف غني د مارچ پر شپږمه د حزب وحدت پخواني مشر عبداالعلي مزاري پر ياد غونډه باندې د شوي بريد د هراړخيزه څېړنې ژمنه وکړه.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان اشرف غني ته د ولسمشرۍ د دویمې دورې د پیل مبارکي ورکړې.

نوموړي پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې له نوموړي سره "یو ځای کار کولو ته لېواله دی."

عمران خان زیاته کړې چې د سیمې د ثبات لپاره چې هر څه ممکن وي، پاکستان یې کوي.

د لوړې مراسمو ویډیو

اشرف غني: "دا سر" په افغانستان قربان دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:04 0:00

د غني د لوړې په مراسمو کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافېیر راس وېلسن، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ مېلر، د کاناډا، فرانسې، انډونیشیا، جرمني، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو سفیرانو ګډون وکړ.

عبدالله عبدالله په ټاکنو کې د اشرف غني بريا نه مني او ادعا کوي چې انتخابات ده ګټلي دي.

خو د افغانستان انتخاباتو کمیسیون اشرف غني د ولسمشر په توګه بريالی اعلان کړی دی.

تر لوړې له مخه اشرف غني ته ملي اردو سلامي ورکړه او افغان ملي سرود وغږول شو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG