په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره په کرونا وایرس د اخته کسانو او د دغه وایرس له امله د مړو شویو شمېر له هغه چې په چین کې ثبت شوي، واوښت.
د امریکا د جان هاپکنس د پوهنتون د شمېرو له مخې له چینه بهر له ۸۷ زرو زیات کسان د کرونا پر وایرساخته شوي دي.
روغتیایي چارواکو په چین کې پردغه وایرسد اخته شویو کسانو شمیر۸۰ زره او۸۶۰ تنه ښودلی دی.
د نویو شمېرو له مخې دغه رازد لومړي ځل لپاره د کرونا وایرس له امله په نوره نړۍ کې د مړو شویو شمېر هم له چین اوښتی.
تراوسه د دغه وایرس له امله ۶۵۱۳ کسان مړه شوي دي.
د دغه ویروس چټکې خپریدا د نړۍ د اقتصادي ځوړ یا رکود خطر زیات کړی ځکه ډیر سوداګریز فعالیتونه موقتاً په ټپه دریدلي او د هیوادونو مرکزي بانکونه هم دې ته اړ شوي چې په مالي بازارونو کې د ویرې د خپرېدو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
په اروپا کې چې په دې وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان هغه د کرونا وایرسد خپرېدو د ثقل مرکز یاد کړی، ډیرو هېوادونو په ورځنیو چارواو تګ راتګ سخت محدودیتونه وضع کړي.
ډیرو هیوادونو د دغه وایرسد خپریدو د مخنیوي لپاره نړیوال پروازونه محدود کړي دي.
هسپانیا چې له ایټالیا وروسته ډیره کورونا وایرس ځپلې، نن بیړنی حالت اعلان کړ.
د دې هېواد ډیرې سیمې به چې د پنځلسو ورځو لپاره قرنطین شوې وې، تریوه نامعلوم وخته پورې قرنطین وي او دغه راز دولت یي پردې هم غورکوي چې خپلې پولې وتړي.
په هسپانیا کې پروکرونا وایرسد اخته شویو کسانو شمېر نژدې اتو زرو ته رسېدلی او ۲۹۴ تنه یې هم له امله مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې فرانسه ښایي د پاریس په ګډون دوه ښارونه قرنطین کړي
بریتانیا چې ډیر فعالیتونه یې بند کړي په پام کې لري پرلویو غونډو بندیز ولګوي.
ایتالیا چې له چین وروسته په نړۍ کې د کرونا د مثبتو پیښو دوهم ځای خپل کړی په دې هېواد کې نژدې ۲۵ زره کسان پر دغه وایرساخته شوي دی.
د امریکا لویو ښارونو د کرونا وایرسد مخنیوي لپاره د یولړټولنیزو فعالیتونو د بندولو اعلان کړی دی.
نیویارک او لاس انجلس چې د امریکا لوی ښارونه ګڼل کېږي، اعلان وکړ چې رستورانتونه، بارونه، کلپونه او تیاترونه په موقت ډول بندوي.
د نیویارک ښاروال بیل دي بلاسیو وویل، دغه وایرسد دې ښارد اوسېدونکو په منځ کې چې په رستوانتونو، بارونو او نورو ځایونو کې چې نژدې سره کیني، د همدغو نژدې ناستو له لارې په چټکۍ خپریږي.
د هغه په وینا موږ باید دغه دود ودرو.
په نیویارک کې دغه بندیزونه تر نامعلوم وخته له سبا عملي کیږي خو په لاس انجلس کې هغه سمدستي عملي کیږي او د روانې میاشتې تر پایه به دوام کوي.
لاس انجلس دغه راز اعلان کړی چې سپورټی جمنازیمونه به هم بندیږي خو نیویارک ويلي چې د دې ښار عمومي ښوونځي تړي.
په لاس ویګاس کې چې د کازینوګانو اصلي مرکزدی او هرکال له ۴۰ میلیونو زیات سیلانیان ورڅخه لیدنه کوي، ټولې کازینوګانې ترنامعلوم وخته تړل شوي دي.
میامي چې د امریکا یو مشهور تفریحي ځای دی او د پسرلي په رخصتۍ کې محصلین ډیر ورځي، پولیسو یې سواحل تړلي دي.
د امریکا په پلازمینه واشنګټن ډي سي کې اکثره موزیمونه او نور تفریحي ځایونه د روانې میاشتې ترپایه تړل شوي دي.
ډاکټرانتونیو فاوچي چې د عفوني ناروغیو متخصص دی وایي د کرونا وایرسد مخنیوي لپاره باید په ټوله امریکا کې د ۱۴ ورځو په مخه هرڅه تړل شوي وای.
امریکا په اوس وخت کې په نړۍ کې د ډیرو کرونا ځپلو هیوادونو په ډله کې اتم ځای لري.
په دې هیواد کې ۳۷۷۴ کسان پرکورنا وایرساخته شوي دي.
په اروپا کې ایتالیا چې له مخکې ټول ځایونه تړلې او د راپورونو له مخې هسپانیا او فرانسه هم په پام کې لري چې د روانې اونۍ په پای کې ورته اقدامات اعلان کړي.
له چین وروسته چې د کرونا وایرساصلي سرچینه ده، ایتالیاپه نړۍ کې د کورونا د مثبتو پیښو دوهم ځای خپل کړی.
نژدې ۲۵ زره کسان پردغه وایرساخته شوي دی.
په هسپانیا کې اته زره او په فرانسه کې پنځه زره کسان پرکورونا اخته شوي دي.
په چین کې پرکرونا وایرسد اخته شویو کسانو شمېر له اتیازرو اوښتی خو دې هیواد ویلي چې د سختو تدابیرو په نتیجه کې یې اوس د دغه ویروس د چټکې خپریدا مخه ډب کړې ده.
د کورونا ویروس خپریدو چې د نړۍ پر بازارونو یې ډیر اغیزکړی، په امریکا کې به چې د نړۍ تر ټولو لوی اقتصادي قدرت دی، دغه نوي اقدامات نړۍ پر اقتصاد لا منفي اغیز وکړي.
د اقتصاد د خوځښت او د بازارانو د پیاوړي ساتلو لپاره د امریکا فدرالي خزانې اعلان کړی چې سود به صفرته راښکته کړي او د ارزښت پاڼو په رانیولو سره به ۷۰۰ میلیارده ډالره بازارته عرضه کړي.
د کرونا وایرسد خپریدو د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې دغه راز په پام کې ده چې د اوو سترو صنعتي پرمختللي هیوادونو جي اوه مشران نن د دغه وایرسد خپریدو د مخنیوي په اقداماتو خبرې وکړې.
سپینې ماڼۍ وویل چې په دغه ویډیوي کنفرانس کې مشران د دغه وایرسد مخنیوي پر ګډ اقدام خبرې وکړې.
په جي اوه کې، متحده ایالات، کاناډا، فرانسه، جرمني او ایټالیا شامل دي.
په اوس وخت کې متحده ایالات د جې اوه دوره یي مشري په غاړه لري.