د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا وهلي ۱۹۳ تنه شول


کورونا وايرس: پاکستان له بازارونو څخه ماسکونه په ورکېدو دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

کورونا وايرس: پاکستان له بازارونو څخه ماسکونه په ورکېدو دي

د کورونا نوې پېښې په سند، پنجاب او خیبر پښتونخوا کې ریکارډ شوي دي.

د پنجاب روغتیا وزیرې یاسمین رشید نن په لاهور کې په یوه خبري غونډه کې وویل په ډېره غازي خان کې د کورونا وایرس پنځه نوي کېسونه مخې ته راغلي دي.

د سند حکومت ویاند بیرسټر مرتضا وهاب نن سهار پر ټویټر په صوبه کې د پنځو نویو کېسونو پخلی کړی دی.

په خېبر پښتونخو ا کې په يوه ورځ د کورونا پينځلس کېسونه مخې ته راغلي چې ورسره په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېره ۱۹۳ته رسېدلې.

په دوشنبه د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پنځلس کسان له ایرانه خېبر پښتونخوا ته ستانه شوي ول او دا مهال یې په ډېره اسماعيل خان کې قرنطين کړل شوي دي.

دا مهال په سند کې ۱۵۵، خیبر پښتونخوا کې ۱۵، بلوچستان کې ۱۰، پنجاب ۶، ګلګت بلتستان ۵ او اسلام اباد کې ۲ تنه په کورونا اخته ښودل شوي دي.


د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزارت وايي له دې وروسته يې حکومت پرېکړه کړې چې د راتلونکو پينځلسو ورځو لپاره به دفترونو ته د هغو سرکاري ملازمينو په ورتګ بنديز وي چې کارونه يې ډېر مهم نه دي يا يې عمرونه له پنځوسو کلونو زيات دي او د زړه يا شوګر ناروغي لري، ښځينه ملازمينو ته به هم د پنځلسو ورځو رخصتۍ ورکوي.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزارت لخوا جاري شوې خبر پاڼه وايي د خېبر پښتونخوا د مذهبي امورو او اوقافو څانګې هم دیني عالمانو ته هدايات جاري کړي چې د جمعې په لمونځونو کې د ګڼې ګوڼې کمولو لپاره دې لمونځونه په دوو مرحلو کې او له تالارونو بهر وکړي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا حکومت وايي په کومو خلکو کې چې د کورونا وایرس پخلی وشي نو هغو کورنيو ته به خوراکي مرستې کورونو ته رسوي.
د خېبر پښتونخوا د مرستو او بیاودانۍ څانګې د مارچ پر۱۶مه په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې خوراکي مرستې به هغو کورنيو ته ورکړل کيږي چې په کرونا اخته ناروغان يې په سرکاري قرنطينونو کې وي. په دې مرستو کې شل کلو وړه، لس کلو وریژې، لس کلو بوره، پنځه کلو دال، شوده او تورې چای شاملې دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت په جېلونو کې د کرونا وايرس د مخنيوي په هدف د بنديانو په سزا کې د دوو مياشتو د کمي کولو پرېکړه کړې. د مارچ پر ۱۶مه په پېښور کې د وزیر اعلا هاوس لخوا په خپور شوي بیان کي ویل شوي دي چې د صوبې اعلا وزیر محمود خان لخوا دغه پريکړه به په هغو قېدیانو نه عملي کیږي څوک چې د ترهګرۍ یا ریاست ضد مقدمو کي سزا شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG