د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۳۶ شو


په اسلام اباد کې خلکو د کورونا مخنيوي لپاره ماسکونه اغوستي دي
په اسلام اباد کې خلکو د کورونا مخنيوي لپاره ماسکونه اغوستي دي

په پاکستان کې چارواکي وايي د مارچ تر شپاړسمې پورې په ټول ملک کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۱۳۶ ته رسېدلی. تر ټولو ډېر مریضان په سند صوبه کې دي.

دغه شمېرې د پاکستان بېلابېلو رسنيوو د روغتيايي ادارو د چارواکو له خولې وړاندې کړې دي. په ځينو ځايونو کې لا هم ټيسټونه روان دي او ښايي‌دا شمېره نوره پسې لوړه شي.

په سند صوبه کې ۱۰۳، په خېبر پښتونخوا کې ۱۵، په بلوچستان کې ۱۰، په ګلګت بلتستان کې ۵، په اسلام اباد کې ۲ او په پنجاب کې د کورونا يو مریض رپورټ‌ شوی دی.

سرحدونه تړلي دي

پاکستان د کورونا ځپلو هېوادونو، چين او ايران سره پوله لري. کورونا وايرس د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر کې د چين په اوهان ښار کې راپېدا شو. پاکستان د دغو دواړو هېوادونو سره خپلې پولې تړلې دي.

بل لور ته پاکستان نن په ۱۵مه ورځ هم د افغانستان سره د چمن لاره تړلې ده چې له امله یې د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارت ودرېدلی دی.‌ د تورخم لاره هم له د مارچ له پنځلسمې څخه د خلکو او بار وړونکو ګاډو لپاره بنده کړل شوې ده.

تر دې وړاندې داسې راپورونه وو چې پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې د کرونا وایروس د مخنیوي په موخه د مارچ له ۱۶مې د دوو اوونیو په مخه تړي خو چارواکو نه ده ويلي چې په کره توګه به د څو ورځو لپاره دا لارې بندې وي.

په لېډي ريډينګ کې د کورونا مریضانو لپاره انتظامات
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:04 0:00

پاکستان د ایران سره پر پوله په تفتان کې خپلې روغتيايي ډلې ګمارلې دي. د بلوچستان د سرښار کوټې سره نيزدي په هزار ګنجي کې د کورونا وایرس لرونکو مشکوکو کسانو د قرنطين لپاره يو کېمپ هم جوړ کړی دی. په دې کميت کې له ۴۰۰۰ څخه زيات خلک اوسېږي.‌

په بلوچستان کې قرنطین خلک

د مارچ په پنځلسمه دې خلکو په دې کمپ کې د سهولتونو د نشتوالۍ او ډېرې يخنۍ له امله احتجاج کړی وو. احتجاج کونکیو د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي ایم اې) په ګاډو د کاڼو ګوزارونه هم وکړل. خو وروسته حکومتي چارواکي او مشران دوی له ورغلل او د زر تر زره د سهولتونو ورکولو ډاډ یې ورکړ.

بلوچستان: مظاهره چيا ن وايي حکومت د کورونا مخنيوي لپاره سم کار نه دی کړی
بلوچستان: مظاهره چيا ن وايي حکومت د کورونا مخنيوي لپاره سم کار نه دی کړی

د بلوچستان های کورټ د کورونا وایرس مخنيوي لپاره په دې صوبه کې د مرکزی حکومت کړي کارونه د ډاډ وړ ونه بلل. د بلوچستان های کورټ چیف جسټس جمال خان مندوخیل او جسټس نذیر احمد د مارچ په ۱۶مه په دې اړه د يو درخواست اورېدنه وکړه او وې ويل چې حکومت په دې لړ کې سم کار نه دی کړی.

های کورټ حکم کړی چې راتلونکې اورېدنې ته دې د صحت سیکريټري راشي او ځواب دې ورکړي. چيف جسټس پوښتلي چې د ايران او افغانستان سره پر پوله د کورونا وایرس مریضانو معلومولو لپاره ځانګړې روغتيايي ډلې ګمارل شوې نو بيا دې وايرس په کوټه کې څنګه خلک وهلي؟

له کورونا وايرس د مخنيوي لارې چارې

د کورونا وايرس د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر کې د چين له اوهان ښاره راپېدا او وروسته په نړۍ کې خپور شو. د دې وايرس نښې زکام، سردردي، تبه ټوخی او ساتنګي ده.

تر اوسه پورې د دې وايرس دوا يا ويکسين نشته خو ډاکټران وايي د ځان بچ کولو لپاره ضروري ده چې خلک د يو بل سره فاصله وساتي، په لاس له ستړي مه شو او همداراز د يو بل له ښکلولو ډډه وکړي.‌ په صابن د لاسونو مسلسل مينځل او ډېرې اوبه څښل ګټه لري.

له کورونا وایرسه څنګه ځان ساتلای شو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:40 0:00

XS
SM
MD
LG