د پاکستان ولسمشر عارف علوي له نن څخه د چین دوه ورځنی سفر پېل کړ.
د نوموړي له دفتره پرون خپور شوي بیان کې راغلي چې ولسمشر علوي به په دې سفر کې د خپل چینايي سیال شي جین پینګ او له نورو اعلا چارواکو سره لیده کاته کوي.
د بیان ترمخه د دې سفر مقصد د چین او پاکستان ترمنځ تاریخي تعلقات لا نور مضبوطول دي ځکه چې دواړه هېوادونه نيزدې دوستان او کلک ملګري دي.
ولسمشر علوي د چین دا سفر په داسې وخت کوي چې دغه هېواد د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره په هڅو بوخت دی. یاد وایرس د چین له ووهان ښار څخه شروع شوی چې تر اوسه د نړۍ ۱۵۷ هېوادونو ته رسېدلی دی.
چین ته د ولسمشر عارف علوي دا اولنی رسمي سفر دی، بیجنګ د پاکستان سټرېټیجیک همکار او د دې هېواد په اقتصاد کې یو لويي پانګه وال دی.
بیجنګ د یو کړۍ او یو سړک منصوبې لاندې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ په منصوبه کې د لسګونو ملینونو پانګونې ژمنه کړې ده.