د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا: په ۵ ضلعو کې د پوليو ضد کمپاين پېل شو


پخوانی تصویر: په پېښور کې يو ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي
پخوانی تصویر: په پېښور کې يو ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي

د خيبر پښتونخوا په پينځو ضلعو کې د مارچ له شپاړسمې څخه د پوليو ضد درې ورځنی کمپاین پيل شو ی دی. د دوی د امنيت لپاره ځانګړي تدابير نيول شوي دي.‌

د صحت په محکمه کې د پوليو مخنيوي څانګې وياند ايمل خان نن مشال رېډیو ته وویل دا کمپاین په چارسده ،مردان ،نوښار ،صوابۍ او مومند ضلع کې روان دی.

نوموړی وايي په دې کمپاین کې به ۱۳۲۴۰۰۰ (ديارلس لکهه او څليريشت زره) هغو ماشومانو ته د پوليو ضد ویکسین ورکول کيږي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي.

د دې کمپاین لپاره له ۷۰۰۰څخه زیات د پوليو ټيمونه جوړ کړل شوي چې د امنیت لپاره یې هم چټک ګامونه په پام کې نیول شوی دي.

د مارچ په دولسمه، په خېبر پښتونخوا کې د پولیو دوه نوې کیسونه مخې ته راغلې وو چې ورسره په ټوله صوبه کې د پولیو کیسونه په روان ۲۰۲۰ کې پینځلس او ټول هیواد کې ۳۱ ته ورسیدل.

په لکي مروت او جنوبي وزیرستان ضلعو کې د پولیو نوې کیسونه په داسې وخت کې تصدیق شویدي چې د صوبې په شپاړسو ضلعو کې د پولیوپه ضد پینځه ورځني کمپاین نن په پینځمه ورځروان دی.

خیبر پښتونخوا د پولیو د مخنیوي ادارې مشر عبدالباسط مشال ریډو ته وويل چې دواړو ماشونانو ته پولیو ضد څاڅکي نه وو ورکړل شوي.

دا چې د بیړني حالاتو او مسلسل د پولید ضد کمپاينونو باوجود ولې د پولیو کیسونه مخ په زیاتیدو دي نو نوموړی وويل چې د عامه پوهاوي ضرروت دی او خلک بايد د چارواکو سره په دې لړ کې مرسته وکړي.

تېر کال په ټول پاکستان کې د پولیو یو سل شپږ څلویښت کیسونه مخې ته راغلي وو. په خېبر پښتونخوا کې ۹۲ وو.‌ د سرکاري شمیرو ترمخه د د دوه زره دولسم راهيسې په خېبر پښتونخوا او قبايلي ضلعو کې تر څلور اویا روغتيايي‌کارکوونکي او پوليس سرتيري د وسله والو لخوا په ‌‌ډزو وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG