د لاسرسي ځای

تازه خبر

چیک جمهوریت له دوایانو او خوراک پرتله نور ټول دوکانونه تړلي‌


د چیک جمهوریت یو روغتون
د چیک جمهوریت یو روغتون

د چېک جمهوریت حکومت د دوایانو او د خوراکي توکیو د دوکانونو علاوه د نورو ټولو دوکانونو تر لسو ورځو د بندولو امر کړی دی.

دا فېصله د مارچ له ۱۴مې سهاره عملي شوې ده. د ده اعلان ترمخه په چېک جمهوریت کې به ټول ریسټورانونه هم د راروانو لسو ورځو لپاره بند وي.

وزیراعظم اندرې بابېش له وړاندې په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی، ټول سکولونه او ورزشي ځایونه یې بند کړي دي.

نوموړي‌ ویلي‌ چې د چېک ولس او په دغه هېواد کې د مستقل اوسیدو اسناد لرونکي به نه شي کولی چې په دې حالاتو کې بهر سفر وکړي.

د چک چارواکو دغه هېواد ته د خلکو په داخلېدو هم بندیز لګولی دی او یوازې د چک قانوني اسناد لرونکي د ورتګ اجازت لري.

د چېک ګاونډي هېوادونو سلواکیا او پولېنډ هم د بهرنیو خلکو لپاره خپلې پولې تړلي دي.

په چېک جمهوریت کې په ۱۵۰ کسانو کې د کورونا وایرس تصدیق شوی دی خو څوک ترې مړه شوي نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG