د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان دې 'د سولې له تاريخي فرصته' ګټه پورته کړي: خليلزاد

زلمی خليلزاد
زلمی خليلزاد

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغان مشرانو د خپل منځي اختلاف پای ته رسولو او "د سولې له تاریخي فرصت" څخه د ګټې پورته کولو ویلي دي.

نوموړي پرون (د مارچ ۱۲ ) په کابل کې له ازادۍ راډيو سره د ټېلیفون له لاری په خبرو کې زیاته کړه چې وخت راغلی دی چې د حکومت او طالبانو په ګډون ټول افغانان یو بل ته لاسونه ورکړي او په لسیزو د غځېدلې جګړې څخه زدکړه وکړي.


د خلیلزاد څرګندونې پر داسې مهال مخې ته راغلي چې ولسمشر اشرف غني او د هغه سیاسي مخالف او پخواني اجراییه ریس عبدالله عبدالله د مارچ پر نهمه د ولسمشرۍ د لوړې دوې جلا جلا دستورې وکړې.

د امریکا ځانګړي استازي هیله وښودله چې دوی یوې داسې موافقې ته به ورسېږي چې دواړو خواو ته به منظوره وي. نوموړي زياته کړه دا ډېره بده خبره ده چې په افغانستان کې دوه حکومتونه او دوه ولسمشران وجود لري چې نه یواځې د سولې پروسې ته لوی خطر پېښوي بلکې د افغانستان راتلونکی هم اغېزمنوي.


د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر سر د لانجې له کبله د مارچ پر ۱۰ مه ټاکل شوي بین الافغاني مذاکرات هم پیل نه شول.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG