د خېبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د ټولو تعليمي ادارو د تړلو پرېکړه کړې ده. په صوبه کې به تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې پر ټولنیزو او کلتوري غونډو هم بندېز وي.
د صوبايي حکومت ویاند اجمل وزیر او د روغتيا وزیر تیمور سلیم جګړه نن (د مارچ پر ۱۳مه) په پېښور کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ۱۵ ورځو لپاره به ټولې تعلیمي ادارې بندې وي.
پر دې سربېره په صوبه کې ټاکل شوې کلنۍ ازموينې هم تر نامعلومې مودې ځنډول شوې دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره هیلپ لائن یا مرستندويه ټېليفونی شمېره اعلان کړې ده.
د خیبر پښتونخوا د روغتيا ځانګې مشر ډاکټر طاهر ندیم نن (د مارچ پر ۱۳مه) مشال راډيو ته وویل چې پر ټېليفوني شمېره 1700 به د سهار له نهو نه د شپې تر نهو بجو پورې دوه مسلکي ډاکټران ناست وي چې ولس ورڅخه د ناروغۍ د درملنې ځایونو او نور معلومات تر لاسه کولای شي.
پر دې سر بېره په ټوله صوبه کې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره سټراټیجیک او د کتنې کمېټۍ هم جوړې کړل شوي چې هره ورځ به غونډه کوي او د حالاتو او انتظاماتو جاج به اخلي.
دغه کمېټۍ به بشپړه واکمنه وي چې پر بیړنيو بنیادونو تعلیمي ادارې یا بازارونه هم بند کړي.