د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ۲۱ کسان په کورونا اخته شوي


پېښور کې د يو حکومتي کارمند معاينه کېږي
پېښور کې د يو حکومتي کارمند معاينه کېږي

د پاکستان د وزيراعظم دفتر د مارچ پر ۱۲مه ناوخته ويلي و چې په دې هېواد کې په ۲۰ کسانو کي کورونا وایرس موندل شوی خو د سيند صوبايي جکومت نن (د مارچ پر ۱۳مه) اعلان وکړ چې يو بل کس هم له وايرسه اغېزمن شوی دی.

د مارچ پر ۱۲ ناوخته په خپره کړې اعلاميه کې راغلي چې د شاوخوا نهه لکه کسانو معاينه شوې چې پکې د کورونا وايرس د لومړنیو علاماتو پر اساس د ۴۷۱ کسانو ټېسټونه د اسلام اباد د روغتيا په قامي اداره کې ترسره شوي.

د وزیر اعظم له دفتره دا معلومات تر هغه وروسته خپاره شوي چې د سيند صوبايي حکومت د پاکستان پر مرکزي حکومت د کورونا ناروغۍ د ناسم کنټرول په لړ کې سختې نیوکې وکړې. د مارچ پر ۱۲مه د سيند حکومت ویاند مرتضا وهاب په کراچي کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې د دوی مخې ته داسي څه خبره نه ده راغلې چې وزیر اعظم عمران خان دې د کرونا په اړه څه ډول پرېکړه کړې وي.

"په نړۍ کې کورونا وایرس وبايي بڼه خپله کړې خو زموږ وزیراعظم دې ته لازمه پاملرنه نه ده کړې. زما په اند دا وخت په پاکستان کي د دې نړیوالې وبا د کنټرولولو لپاره اړين ګامونه پورته کول پکار دي."

خو د روغتيا لپاره د وزیر اعظم عمران خان سلاکار ډاکټر ظفر مرزا په بیا بیا د سيند حکومت دا نیوکې رد کړي دي. نوموړي له مشال راډیو سره په مرکه کي ویلي و چې د کورونا وايرس د مخنیوي په لړ کې مرکزي حکومت چمتو دی او د دغه وایرس د مخنیوي لپاره هر ډول ګامونه پورته کوي

بلخوا د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د کورونا وايرس د مخنیوي په لړ کې د لوړپوړو چارواکو یوه غونډه هم روربللې چې ورته د څلورو واړو صوبو اعلا وزیران هم وربلل شوي دي.

په سيند صوبه کې د کورونا وايرس د ناروغانو د زیاتې شمېرې له کبله په کراچي کې روان د پاکستان سپرلیګ کرکټ پاتې سیالیو ته د نندارچيانو پر ورتګ بندېز لګول شوی دی. پر دې سربېره د سيند حکومت په یاده صوبه کې د مې تر ۳۰مې نېټې د ښوونځيو د بند ساتلو پرېکړه کړې ده. په سيند صوبه کې د مارچ له ۱۶مې نېټې پيلېدونکې د نهم او لسم ټولګيو کلنۍ ازموينې هم ځنډول شوي دي.

په پاکستان کي د کورونا وایرس په ۲۱ ناروغانو کې ۱۵ د سيند صوبې، پنځه له ګلګت بلتستان او یو له بلوچستان صوبې سره اړه لري. د پاکستان د روغتيا د قامي ادارې په وينا دغه ۲۰ واړه کسانو له بهرنيو هېوادونو څخه له کورونا واېرس سره پاکستان ته ورغلي ول.

په نړۍ کې د مارچ تر ۱۳مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر تر ۱۲۶،۰۰۰ اوښتی چې پکې تر ۴،۶۳۰ زيات مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG