د لبنان وزيراعظم ویلي، هېواد یې د پورونو د واپس کولو وس نه لري او د یو اعشاریه دوه اربه ډالرو پور واپسي یې ځنډولې ده.
حسن دیاب د مارچ پر اوومه، په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې د هغه هېواد د بهرنیو کرنسيو زېرمه په خراب حالت کې ده نو ځکه قرض نه شي ادا کولی.
دغه بحران چې له امله یې لبنان کې بې کاري او نارامۍ زیاتې شوي، د ۱۹۷۵ او ۱۹۹۰ کلونو ترمنځ کورنۍ جګړې وروسته د لبنان د ثبات پر وړاندې لوی ګواښ بلل کیږي.