د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکايي ځواکونو په وتلو سره ښايي طالبان افغان حکومت ونيسي: ټرمپ


ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، کله چې امریکايي سرتېري له افغانستانه ووځي نو دا امکان شته چې طالبان به د کابل حکومت ونیسي.

ټرمپ چې پرون یې په سپینه ماڼۍ خبري غونډه درلوده ترې وپوښتل شول که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي نو ایا طالبان به افغان حکومت ونه نیسي؟ هغه په ځواب کې وویل، داسې باید ونه شي خو امکان شته چې دا کار وشي.

نوموړي وویل، نورو هیوادونو ته پکار ده چې پخپله د خپل امنیت خیال وساتي، ځکه چې امريکا نشي کولی تر راتلونکو ۲۰ نورو کلونو پورې په افغانستان کې پاتې شي.

"هېوادونه، په نهایت کې، باید د ځان غم وخوري. موږ هلته د نورو ۲۰ کلونو لپاره نه شو پاتې کېدای. موږ هلته ۲۰ کاله تېر کړل او موږ د هغه هېواد ساتنه کوله. موږ نور ۲۰ کاله نه شو پاتې کېدای. بلاخره هغوی باید ځان وساتي. پوهېږئ؟ دا کار باید ډېر پخوا شوی وای. سړی تر کله د بل چال لاس نیولی شي. موږ بايد د خپل هېواد چارو ته پام را ورګرځوو."


امریکا او طالبانو د فبرورۍ پر ۲۹مه د قطر په دوحه کې د سولې تړون لاس لیک کړ چې له مخې به یې امريکا په ۱۳۵ ورځو کې د خپلو عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته را کموي او بیا به دا بهیر درېږي، د افغانستان وضعیت به ارزول کېږي او که ثابته شوه چې طالبان پر خپلو ژمنو درېدلي، نو بيا به پهنورونهه نيمو مياشتو کې ټول امریکايي او ايتلافي عسکر له افغانستانه وځي. امريکا دا وخت په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ عسکر لري.

په تړون کې راغلي چې طالبان به د القاعده په ګډون خپلو غړيو او نورو کسانو او ډلو ته دا اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې امریکا او یا د هغوی ايتلافيانو ته يو ډول ګواښ پېښ کړي. بلخوا به طالبان له هغو کسانو او ډلو سره همکاري نه کوي او هغوی به د خلکو له ګومارنې، روزنې او پيسو راغونډولو راګرځوي چې امريکا يا د هغوی ايتلافيانو ته خطر وړاندې کوي.


د تړون له مخې افغان حکومت به د ۲۰۲۰م کال د مارچ تر ۱۰مې، چې د بين الافغاني مذاکراتو لومړۍ ورځ کېږي، د طالبانو ۵۰۰۰ بنديان ازادوي او په بدل کې به طالبان د دوی ۱۰۰۰ بنديان ورخوشي کوي. خو تر دې دمه نه خو افغان حکومت د ۵۰۰۰ طالب بنديانو خوشي کولو ته زړه ښه کړی او نه هم طالبان له دې پرته له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو دی.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG