د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: بارانونو لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي


په پاکستان کې د باران پخوانی عکس

پېښور – د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې له تېرو درو ورځو راهسې شویو بارانونو لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او ۲۲ یې نور ټپي کړي دي.

د موسمیاتو محکمه وايي چې د بارانونو دا لړۍ به د خېبر پښتونخوا په ټولو سیمو کې د مارچ تر اتمې پای ته ورسېږي.

د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام صوبايي ادارې – پي ډي ایم اې - د خېبر پښتونخوا د ټولو ضلعو چارواکو ته امر ورکړی دی چې له اغېزمنو خلکو سره په سمدستي توګه مرستې وکړي.

د یادې ادارې له خوا مشال راډیو ته په لېږل شویو معلوماتو کې راغلي چې په ټوله صوبه کې ۳۸ کورونو ته جزوي زیان رسېدلی او یو کور په مکمله توګه ړنګ شوی دی.

معلومات زیاتوي چې د هم دې کورونو د نړېدو په پېښو کې په پېښور کې دوه ، چارسده کې یو او په سوات کې درې تنه وژل شوي دي. پاتې کسان د صوبې په نورو سیمو کې وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې په وژل شويو ټولو ۱۱ کسانو کي اته ماشومان او دری ښځې شاملې دي.

په خېبر پښتونخوا کې د موسمیاتو د محکمې مشر مشتاق شاه مشال راډیو ته وويل چې دا د ژمي د بارانونو یو لړۍ ده چې د معمول مطابق روانه ده.

ده وویل چې د خېبر پښتونخوا په لویدیځو سیمو لکه سوات ، دیر او تېمر ګره کې زیات باران شوی دی او هلته په ځینو برخو کې تر ۴۰ ملي مټرو زیات باران شوی دی.

مشتاق شاه زیاته کړه چې په پېښور او نورو سیمو کې تر ۲۰ ملي مټرو زیات باران شوی دی.

نوموړي وویل امکان شته چې په جنوبي ضلعو کې د باران لړۍ نن او په هزا او ملاکنډ ډویژن کې د اتم مارچ تر ماښامه پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG