د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ايرلېنډ ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه


افغان کرکټ لوبډله (ارشيف)
افغان کرکټ لوبډله (ارشيف)

نن (د مارچ پر شپږمه) په هند کې د افغانستان او ايرلېنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ۲۰ اووريزه لوبه وشوه.

ايرلېنډ لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شوو ۲۰ اوورونو کې يې ۱۷۲ منډې جوړي کړې. په ځواب کې افغان لوبډلې په ۱۵ اوورونو کې ۱۳۳ منډې جوړې کړې او پنځه لوبغاړي يې له لاسه ورکړل.

وروسته چې کله باران پيل شو نو د لوبې پرېکړه د ((ډک وورت لېويس)) پر اساس وشوه چې افغان لوبډلې په ۱۱ منډو وګټله. دواړې لوبډلې به په هند کې دوې نورې لوبې هم کوي. د دوی ترمنځ به دويمه لوبه د مارچ پر اتمه او درېيمه لوبه به د مارچ پر ۱۰مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG