د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې د نوي کورونا وایرس زیاتېدونکې پېښې


د وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په چین کې ثبت شوي
د وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په چین کې ثبت شوي

پراګ - چين د مارچ پر پنځمه خبر ورکړ چې په تېرو درو ورځو کې د نوي کورونا وايرس تر کمېدو وروسته یو ځل بیا زیاتې شوې دي. بلخوا په نړۍ کې د مارچ تر پېنځمې د وايرس ټولټال تر ۹۳،۰۰۰ زياتې پېښې ثبت شوي او تر ۳،۳۰۰ زيات کسان يې وژلي دي.

د چين د روغتيا ملي کميسيون ويلي، د مارچ پر څلورمه يې د کورونا ۱۳۹ مثبتې پېښې ثبت کړي چې دا ډول په دې وايرس د اخته کسانو شمېر ۸۰،۴۰۹ ته رسېدلی دی.

زياتره نوې پېښې د هوبې ولایت په ووهان ښار کې ثبت شوي.

په لومړي ځل په ډېسېمبر کې له همهغه ځايه دا وايرس نورو سيمو ته خپور شوی وو.

همدا راز په چين کې د مارچ تر څلورمې له دې ناروغۍ ۳،۰۱۲ کسان وژل شوي دي.

دا وايرس د نړۍ تر ۷۵ زياتو هېوادونو ته خپور شوی چې په ځانګړې توګه اېټاليا، جنوبي کوريا او ايران پکې د ذکر وړ دي.

په جنوبي کوريا کې کورونا وايرس تر دې دمه لږ تر لږه ۶،۰۰۰ کسان وهلي او تر ۴۰ زيات يې وژلي دي.

له کورونا وایرسه د ځان ژغورلو لارې

له کورونا وایرسه څنګه ځان ساتلای شو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:40 0:00

بلخوا يې په اېټالیا کې څه باندې ۳،۰۰۰ کسان وهلي او ۱۰۷ کسان يې وژلي دي.

همدا راز دې وايرس په ايران کې هم تر ۳،۰۰۰ زيات کسان اغېزمن کړي او تر ۱۰۰ زيات يې وژلي دي.

اخوا په امريکا کې هم د وایرس ۱۵۰ مثبت پېښې ثبت شوي او تر دې دمه يې ۱۱ کسان وژلي دي.

د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره بېلا بېلو هېوادونو يو شمېر ګامونه پورته کړي دي.

اېټالوي چارواکو ټول ښوونځي او پوهنتونونه د مارچ میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې تړلي.

سعودي عربستان د کورونا وايرس د خپرېدو له ویرې پر عمرې تر نامعلوم وخته بندیز لګولی. په هغه هېواد کې د کورونا دوې پېښې ثبت شوي دي.

په تهران کې یو حکومتي کارکوونکی د جراثیمو ضد دوا پاشي
په تهران کې یو حکومتي کارکوونکی د جراثیمو ضد دوا پاشي

په تاجکستان کې د نوي کورونا وايرس هېڅ مثبت پېښه نه ده ثبت شوې خو د مارچ پر څلورمه، په جوماتونو کې ډېريو امامانو له خلکو غوښتنه وکړه چې د جمعې د لمانځه لپاره دې نه ورځي.

په تاجکستان کې همداراز د مارچ له دويمې تر ۲۲مې نېټې د نوروز لپاره د زده کوونکو پر تفریحي او نمایشي پروګرامونو بندیز لګېدلی دی.

هغه هېواد د کورونا وايرس د مخنيوي په هدف افغانستان، جنوبي کوريا، چين، ايران او اېټاليې ته خپلې الوتنې هم ځنډولې دي.

بلخوا پاکستان د بلوچستان صوبې په تفتان کې له ايران سره خپله ځمکنۍ پوله تر نامعلوم وخته او په چمن کې یې له افغانستان سره دروازه د مارچ تر اوومې تړلې ده.

اخوا د بلوچستان صوبايي حکومت د مارچ تر ۱۵مې او د سيند صوبايي حکومت د مارچ تر ۱۳مې تعليمي ادارې تړلې دي.

په پاکستان کې تر دې دمه د نوي کورونا وايرس پېنځه پېښې ثبت شوي دي.

افغانستان هم د کورونا وايرس د مخنيوي په خاطر له ايران سره ځمکنۍ لاره په جزوي توګه تړلې او هېواد ته يې داخلېدونکي کسان تر معاينې وروسته نورو سيمو ته پرېښوول کېږي.

په افغانستان کې د کورونا وايرس يوازې يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د روغتيا نړيوالې ادارې ويلي چې نړۍ تر اوسه نه ده توانېدلې چې د کورونا ضد واکسين جوړ کړي خو په امريکا کې روغتياپوهانو په دې اړه کار پيل کړی چې په وینا یې، څو مياشتې وخت به ونيسي.

خو روغتياپالان په وار وار په صابون او تړمو اوبو د لاس مینځلو، د پاکو اوبو څښلو، د سبزي او تازه مېوو خوړولو، له ناروغانو د ځان لیرې ساتلو او د اړتيا پر وخت د ماسک (تمبوزک) کارولو سپارښتنه کوي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG