د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عدنان شنواري د وژنې په اړه د احتجاجيانو غوښتنې منل شوې


په خيبر ضلع کې د يوه ځوان د وژنې پر ضد احتجاج (ارشېف)
په خيبر ضلع کې د يوه ځوان د وژنې پر ضد احتجاج (ارشېف)

په خیبر ضلع کې د عدنان شنواري د وژنې پر ضد پرلت په دې ژمنه پای ته رسېدلی چې حکومت به د وژل شوي ځوان کورنۍ ته پیسې او نوکري ورکوي.

د عدنان د وژنې پرضد سياسي اتحاد په لنډيکوتل کېله تېرو لسو ورځو راهيسې ځايي خلکو احتجاج کولی. د وژل شوي ځان کورنۍ د مارچ پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې احتجاج يې په جرګه کې د کاميابو خبرو اترو وروسته ختم کړی دی.

د سياسي اتحاد يو مشر مفتي اعجاز د مارچ پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې په جرګه کې دوی او د عدنان کورنۍ مطمينه شوې چې غوښتنې به يې ومنل شي.

سياسي اتحاد د عدنان د وژنې پر ضد تر لسو ورځو پورې احتجاج وکړ.(ارشېف)
سياسي اتحاد د عدنان د وژنې پر ضد تر لسو ورځو پورې احتجاج وکړ.(ارشېف)

حکومت ډاډ ورکړی چې د عدنان کورنۍ ته به پیسې او يوه نوکري ورکوي او ددې ترڅنګ به په سيمه کې تر پوځي عملياتو له مخهځايي خلک په اعتماد کې اخيستل کېږي.

د پېښور د ترهګر ضد ځواک د فبرورۍ پر ۲۲ مه نېټه په يوه خبر پاڼه کې ادعا کړې وه چې په ريګي سيمه کې يې د عملياتو پر مهال د دوی په وينا پنځه مشکوک ترهګر وژلي چې پکې عدنان شنواری هم وو.

خو د عدنان کورنۍ بيا تور پورې کوي چې امنيتي ځواکونو شاوخوا درې مياشتې وړاندې عدنان د چاپې پر مهال په مختارخيلو سيمه کې له خپله کوره وړی وو او په حراست يې ساتلی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG