د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه سیاستوال د امریکا او طالبانو تړون ته څنګه ګوري؟


د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو عکس

پېښور - پښتانه سیاستوال په قطر کي د امریکا او طالبانو ترمېنځ د سولې تړون په افغانستان کې د تل پاتي سولې او ثبات لپاره یو ښه ګام ګڼي.

دوي وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر تړون وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې ډ‌ېرې مهمې دي.

دوي غوښتنه کوي چې باید ګاونډي هیوادونه په افغانستان کې د سولې ټینګېدو او جمهوري نظام د ودې لپاره خپل کردار ادا کړي.

د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو مشال راډیو ته وويل چې د افغانستان ګاونډیو او نړیوالو ته په کار ده چې د امن تر تړون وروسته په دې هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره رښتونی رول ولوبوي.

د جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا امیر سینیټر مشتاق احمد خان وايي د افغانستان امن او سوکالي د ټولې سیمي امن سوکالي ده.

ده وویل چې افغانستان د اسیا زړه دی، او د ټولې اسیا امن په افغانستان کې له امن سره تړلی دی.

ده زیاته کړه ، “ زه هیله لرم چې د افغانستان ټول ګوندونه او ډلې به په خپلمنځي خبرو اترو کې یووالی وښيي.”

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سیکرټري جنرل میا افتخار حسېن وايي پر افغانانو یو سخت پړاو دی چې څنګه خپل هیواد له جګړې وباسي.

ده وویل چې “ نه ورله روس نه چین او نه امریکا امن راوستلای شي بلکې افغانان به پخپله امن راولي او یو بل به تسلیموي، او د څلویښتنو کلونو د ویني د تویدلو په خاطر به نوره وینه توویدلو ته نه پریږدي.”

میا افتخار حسېن زیاته کړه چې “ دا به زموږ د ټولو افغانو، د ټولې سیمي او د ټولې نړۍ ګټه وي.”

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سینېټر عثمان خان کاکړ وايي د شوروي اتحاد ځواکونه هم تر یو ډېر ښه تړون وروسته له افغانستان څخه وتلي وو خو بیا وروسته د افغانستان ګاونډي هېوادونو او نړیوالو طاقتونو په افغانستان کي د تل پاتي امن او ثبات لپاره خپل کردار نه وو لوبولی.

ده وویل ، “د افغانستان جګړه دننه نه بلکې له بهره د مداخلت له لارې پر افغانستان ورتپل شوې جګړه ده او له تېرو ۲۴ کلونو راهسې دا مداخلت روان دی.”

نوموړي وویل چې افغانان داسې امن غواړي چې خپل اساسي قانون یې هم پر خپل ځای وي.

سنېټر عثمان کاکړ وویل چې نن هم د افغانستان په چارو کې له بهره د مداخلت لپاره تیاری روان دی او په کار ده چې ملګري ملتونه پر دې نظر وساتي.

تمه څرګندېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تر هوکړې وروسته به په افغانستان کې د جوړ جاړي لپاره د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې پیل شي.

XS
SM
MD
LG