د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بیلاروس کې هم یو کس کورونا وایرس وهلی


ارشیف
ارشیف

د دغه هېواد چارواکي وايي وایرس له ایرانه ستون شوي په یوه زده کوونکي کې موندل شوی.

د هېواد د روغتیا وزارت د فبرورۍ پر ۲۷مه وویل چې د ساینس او وبايي ناروغیو مرکز کې شوې معاینې او ټیسټونو پر اساس په دغه تن کې د کوویډ نولس وایرس تصدیق شوی دی چې ایرانی وګړی دی او د فبرورۍ پر ۲۲مه له هغه ځایه رسېدلی دی.

وزارت وویل چې د ناروغ روغتیايي حالت د اطمینان وړ دی او په یو ځایي روغتون کې جلا ساتل شوی دی.

په عین حال کې په لیتوانیا کې هم د وایرس لومړي کېس پخلی شوی دی.

دا وایرس په یوه ښځه کې موندل شوی چې روانه اوونۍ له اټلي ستنه شوې وه.

په اروپا کې له وایرسه تر ټولو زیات ځپل شوی هېواد اټلي دی چې پکې د ۱۷ کسانو د مړینې تصدیق شوی او شاو خوا ۳۵۰ کسان په ناروغۍ اخته شوي دي.

د کورونا وایرس کېسونه اول د تېر کال په ډسمبر کې په چین کې مخې ته راغلل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG