د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات، کندهار او پېښور د ماه جبینې کورنۍ سفر


ماه جبین قزلباش
ماه جبین قزلباش

ماه جبین قزلباش د پښتو یو له هغه نومیاتو سندرغاړو وه چې د پښتو سندریز امېل ته یې تلپاتې بې شمېرې سندرې ډالۍ کړې دي.

هغې د دیارلس کلنۍ په عمر سندریزې نړۍ کې ګام اېښی وو او د خپل روغ ژوند تر وروستیو یې څه نا څه ۴۳ کاله د پښتني موسیقۍ خپله ونډه ډیوه بله وساتله.

هغې د دیارلس کلنۍ په عمر سندریزې نړۍ کې ګام اېښی وو او د خپل روغ ژوند تر وروستیو یې څه نا څه ۴۳ کاله د پښتني موسیقۍ خپله ونډه ډیوه بله وساتله.


د هغې مورنۍ ژبه فارسي وه خو هنري ډګر یې تر ډېره له پښتني موسقۍ سره تړلۍ وو. هغې د فارسي په ګډون د اردو، پنجابي، سرایکي، سیندي، بلوڅي او هندکو ژبو سندرې ه ویلې وې چې د دې په وینا د ټولو سندرو شمېر یې شاوخوا ۱۱۰۰۰ دی.

فني زده کړې یې د پښتو له لوی موسیقار رفیق شینواري ترلاسه کړې وې او د خپل خواږه اواز له امله ورته د "بلبل سرحد" لقب هم ورکړل شوی وو.

ماه جبین قزلباش ته د پاکستان حکومت د موسیقۍ په برخه کې په ښو خدماتو صدارتي ایوارډ ورکړی وو.

د ځوانۍ په وخت کې یې په څو پښتو فلمونو کې هم د کار کولو تجربه کړې وه خو دغه تجربه یې کامیابه ثابت نه شوه.

د راډیو پاکستان پېښور او ټېلېوېژن څخه یې په زرګونو سندرې ویلې وې چې زیاتره پکې مشهورې شوې دي.

ماه جبین قزلباش په ۱۹۵۸ز کال کې په پیښور کې زېږېدلی او لویه شوې وه. هغه په خټه قزلباش وه، نیکه یې د افغانستان له هراته و کندهار او پلار یې بیا پیښور ته کډه شوی وو.

هغې د قبایلي سیمې اورکزو د پښتو فلمونو له تکړه اداکار اېمل خان سره واده کړی وو.

ماه جبین جنازه
ماه جبین جنازه


ماه جبین قزلباش په چارشنبه په پېښور کې د زړه له ناروغۍ مړه شوه او په پنجشنبه یې د پېښور په ګلګشت کالونۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.

یادګېرنه: د فاروق فراق لیکنه

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG