د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرکار دې هدفي وژنې ودروي: سوات جرګه


د فیروزشاه مړی نن د زیارت ورځ خاورو ته وسپارل شو.

په سوات کې د وسله والو طالبانو په برید کې د وژل شوي وکیل او د سوات قامي جرګې د غړي فیروزشاه مړی نن د زیارت ورځ خاورو ته وسپارل شو. نوموړی د مسلم لیګ نواز ګوند ځايي مشر هم وو چې د دسمبر په ۱۱ مه په خپل کلي دمغار کې ماښام مهال وسله والو په نښه کړ.

د فېروز شاه اېډیو کېټ د وژنې خلاف د دیسېمبر پر یوولسمه په سوات کې د وکیلانو اتحادیو له عدالتونو بایکاټ کړی وو او د سوات قامي جرګې مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د فېروز شاه مړی نن پنجشنبه په سوات کې خاورو ته وسپارل شو. ۲۰۱۹، ۱۲ دیسېمبر
د فېروز شاه مړی نن پنجشنبه په سوات کې خاورو ته وسپارل شو. ۲۰۱۹، ۱۲ دیسېمبر

د یادې جرګې یوه ویاند احمد شاه زیارت/پنجشنبه مشال رېډیو ته وویل، دا ډول پېښې کېدل د امنیتي ادارو ناکامي په ډاګه کوي:

''دا خو د تره ګرو کار دی او داسې خلک په نښه کوي چې په ټولنه کې مثبت رول لوبوي او د امن لپاره هلې ځلې کوي. د دغه شان خلکو په نښه کول خلکو او امنیتي ادارو ته دا پيغام ورکول دي چې وسله وال اوس هم شته او چې څه کول غواړي نو کولی یې شي. موږ د قانون نافذونکیو ټولو ادارو لکه پوځ، پولیس او اېف سي ځواک نه غوښتنه کوو چې د فېروز شاه قاتلان ګرفتار کړي او له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.''

فیروزشاه د مسلم لیګ نوازګوند ځايي مشر وو چې په تېرو انتخاباتو کې یې د قامي اسمبلۍ د امیدوار په حیث برخه هم اخیستې وه. د نوموړي د کورنۍ دوه نور مشران افضل خان او شاه دوران هم د هدفي وژنو ښکار شوي دي.

د فېروز شاه ملګری او د سوات قامي جرګې یو مشر زاهد خان وايي، هغه دغو پېښو هم له خپلو هلو ځلو و نه درولو:

''په دې ورستیو کې په سوات کې یوه ایکسپریس وې [لوی سړک] جوړېږي چې د خلکو په پټو کې تېرېږي. خو خلک یې مخالفت کوي او وايي چې د سیند په غاړه دې تېر شي. فېروزشاه هم د تل په څېر د خلکو د غوښتنو لپاره تندې هلې ځلې کولې.''

په مالاکنډ ډیويژن کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د سوات قامي جرګې یو مهم غړی خورشید کاکاجي وايي په دې سیمه کې وخت په وخت د وسله والو د موجودګۍ خبرونه راځي خو پرضد یې هېڅ کاروايي نه کېږي:

فېروز شاه په ۱۱م دیسېمبر ۲۰۱۹ په سوات کې وسله والو وواژه
فېروز شاه په ۱۱م دیسېمبر ۲۰۱۹ په سوات کې وسله والو وواژه

''په ظاهره خو دلته امن ښکاري خو د سوات او بونیر ترمنځ د ایلم په غره کې د وسله والو د موجودګۍ خبرونه راځي. د سوات پيوچار او نورو ځینو غرونو کې هم وخت په وخت وسله وال ښکاره کېږي. موږ دې ډېر اندیښمن کړي یو او دا ګڼو چې د خلکو د سر، مال او عزت د ساتنې اوپالنې ذمه واري د ریاست ده.''

د سوات پشمول د خېبر پښتونخوا په ځینو برخو کې وخت په وخت هدفي وژنې کېږي چې زیاتره یې په شمالي وزیرستان کې شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په امنیتي ادارو تور پورې کوي چې دوی یو ځل بیا وسله وال طالبان راپورته کوي خو امنیتي ادارې دا تورونه ردوي او په وار وار یې ویلي چې د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره یې یوشمېر اقدامات کړي او اوس هم د بدامنۍ د هر ډول پېښو د مخنیوي لپاره په هلو ځلو بوخت دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه د پاکستان او افغانستان په اړه اډیو او ویډیو رپورټونه جوړوي. هغه د زده کړو په اړه اونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG