د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني کې یوه موټر چلوونکي ګڼ کسان ټپيان کړي


په جرمني کې د پېښې ځای
په جرمني کې د پېښې ځای

د جرمني پولیس وايي، د فبرورۍ پر ۲۵مه د هېواد په مغربي ښارګوټي واک مارسین کې یوه کس د عیسویانو د مېلې پر ګڼې ګوڼې ګاډې خیژولې چې پکې د ماشومانو په ګډون ګڼ کسان ټپیان شوي دي.

حکومتي څارنوالانو او پولیسو ویلي، یو مشکوکه جرمن وګړی چې ۲۹ کلن دی، د قتل د هڅې په تور نیول شوی دی.

چارواکو ویلي، تراوسه د پېښې سبب نه دی جوت او پلټنې دوام لري.

له دې وړاندې د جرمني خبري ویبپاڼې اېچ اېن اې ته عیني شاهدانو ویلي ول، له ډرایوره څرګندېدل چې له کسته یې ماشومان په نښه کړي او پر ګڼې ګوڼې یې ګاډی خیژولی دی.

په جرمني کې څو ورځې وړاندې هم یوه تن په ډزو خپلځان او ۱۱ تنه ووژل چې په دې هېواد کې له دوهم نړیوال جنګ پس د توکمپالنې په پېښو کې تر ټولو خونړۍ هغه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG