د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق او کوېت د ایرانیو وګړو پر ورتګ محدودیت لګولی


ارشیف

عراق او کوېت د کورونا وایرس مخنیوي لپاره په لنډ مهالي ډول د ایرانیو وګړو پر ورتګ محدودیت لګولی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې ایران په قم ښار کې له وایرسه د دوو وګړو د مړینې تصدیق وکړ.

د عراق سرحدي چارو ادارې د فبرورۍ پر ۲۰مه وویل، تر راتلونکو لږ تر لږه درو ورځو پورې ایرانيو وګړو ته پر شریکه پوله د وراوښتو اجازه نه ورکوي.

دې ادارې ویلي چې له ایرانه هېواد ته ستنېدونکي عراقیان به هم د روغتیا وزارت له ټاکلي بهیره تېرېږي.

د عراق ملي هوايي شرکت هم له ایرانه پروازونه ځنډولي.

بغداد دا ګام تر هغې وروسته اخیستی چې په قم کې د دوو کسانو تر مړینې وروسته ایرانیو چارواکو په هغه ښار کې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره بیړني تدابیر اعلان کړل.

میلیونونه ایرانیان هر کال په عراق کې د اهل تشیع سپېڅلو ځایونو زیارت ته ورځي او عراقیان هم هغه هېواد ته تګ راتګ کوي.

په عین وخت کې د کوېت دولتي خبري اژانس د بندرونو د ادارې په حواله ویلي چې د کورونا وایرس خپرېدو اندېښنې له وجې یې په عارضي ډول له ایران سره تګ راتګ ځنډولی دی.


تر دې یوه ورځ مخکې د فبرورۍ پر ۱۹مه، د کوېت هوايي شرکت هم د روغتیا وزارت په سپارښتنه ایران ته ټول پروازونه وځنډول.

د چین له ووهان ښاره خپور کورونا وایرس تر اوسه په هغه هېواد کې تر ۷۴،۵۰۰ زیات کسان ناروغه کړي.

د نړۍ په ۳۰ نورو هېوادونو کې هم وایرس سلګونه کسان ځپلي.

په چین کې ناروغۍ تر ۲۰۰۰ زیات کسان وژلي. ایران د منځني ختیځ لومړی هېواد دی چې پکې په پېنځو کسانو کې وایرس موندل شوی.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG