د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د کرونا وایرس له کبله پر چینايي وګړو بندیز لګولی


ارشیف
ارشیف

روس وايي، د وژونکي کورونا وایرس د مخنیوي په غرض یې دغه هېواد ته د چینايي وګړیو په ورتګ عارضي بندیز لګولی دی.

د روس مرستیالې وزیر اعظمې تاتیانه ګولېکوا چې د صحت څانګې مشري هم کوي، له دفتره د فبرورۍ پر۱۸مه خپور شوي بیان کې راغلي چې دا بندیز به د فبرورۍ له ۲۰مې پیل کېږي.

د بیان ترمخه په دې بندیز کې به روس ته د کار، زده کړو، سېل او یا نور کوم شخصي سفر لپاره د چیني وګړیو ورتګ شامل وي خو زیاتوي چې د روس له لارې نورو هېوادونو ته د چینايي وګړیو په تګ راتګ به بندیز نه وي.

په بیان کې دا نه ویل شوي چې دا بندیز به تر کومې جاري وي.

کورونا وایرس چې زیاتره په چین کې محدود کړل شوی تر اوسه یې په نورو هېوادونو کې ۵۰۰ ناروغان رپوټ شوي دي، دا راز تر دې دمه له چین څخه بهر د دې وایرس له کبله په فرانس، هانګ کانګ، فلپاین او جاپان کې یو، یو تن مړ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG