چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا کې نن سېشنبه د سړکغاړې بم چاودنې يو پوليس والا وژلى او درې نور ټپيان شوي دي.
راپورنه وايي، د دې بمي برید هدف د پوليسو يو موټر و.
دغه پوليس د دې لپاره ګمارل شوي وو چې په سيمه کې د ګوزڼ ضد واکسين د کمپاين امنیت وساتي.
چاودنه د خېبر پښتونخوا په کلاچۍ ښارګوټي کې شوې ده.
د دې چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.
د پوليسو يوه افسر واحد خان رسنيو ته ويلي امنيتي ځواکونه په سيمه کې په حمله کوونکو پسې تلاشي کوي.
د هغه په خبره د چاودنې په وخت کې د واکسين د کمپاين کوم کارمندان له پوليسو سره مله نه ول.