د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منظور پښتین پرېښودنه وځنډېدله


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین

پراګ - پښتون ژغورنه غورځنګ وايي، د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او بنو کې د دوو نورو مقدمو له کبله د منظور پښتین پرېښودنه تر ناڅرګندې مودې ځنډېدلې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ د فرورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې په شپږو مقدمو کې د ضمانت تر منظورۍ وروسته یې ورپسې دوه نور راوړي دي.

''نن یې ورپسې دوه نور اېف ای ار را واېستل چې یو د ډېره اسماعیل خان او بل د بنو دی. د دې مو هم وکالت نامې جېل ته ولېږلې او په ورځ دوو کې به پرې بحث وشي او دا څه لویې مسلې نه دي خو د دې امکان شته چې نورې مقدمې هم ورپسې راوړي.''

د پښتین یو وکیل عبدالمجید مسود وايي دوی د فبرورۍ پر ۱۷مه د ډېره اسماعیل خان له زندان سره د هغه د خوشېکېدو په اړه رابطه کړې وه خو د جېل مشر ورته په دې دوو نورو مقدمو کې د ګرفتارۍ امر ښودلی دی.


د منظور پښتین د وکیلانو د ډلې یو غړي اېډوکېټ عبدالمجید مسود مشال راډیو ته وویل چې دوی د فبرورۍ پر ۱۷مه د ډېره اسماعیل خان له زندان سره د هغه د خوشېکېدو په اړه رابطه کړې وه خو د جېل مشر ورته په دې دوو نورو مقدمو کې د ګرفتارۍ امر ښودلی دی.

اېډوکېټ عبدالمجید مسود وویل، دا مقدمې هم هېڅ قانوني بنیاد نه لري نو ځکه دوی هیله من دي چې ډېر زر به یې ضمانت وشي.

''پر ده [منظور پښتین] چې یې کومې دفعې لګولې وي د هغه واک نه د تاڼې له مشر سره وي او نه هم له ځايي انتظامیې سره وي بلکې د هغه لپاره به لومړی له وفاقي او صوبايي حکومت څخه اجازه اخلي او بیا به یې لګوي نو ځکه دا غیر-قانوني او غیر-اییني مقدمې دي او موږ هیله لرو چې ډېر زر به یې ضمانت وشي.''

نوموړي زیاته کړه چې پر منظور پښتین یې په بېلا بېلو ښارونو کې مقدمې جوړې کړې دي او د چارواکو هڅه دا ده چې خوشېکېده یې وځنډوي.

''په ډېره اسماعیل خان کې خو تقریباُ په ټولو کې ضمانت وشو خو د واڼه او لدې په ګډون په جنوبي سیمو کې ځینې پاتې دي. او د دوی هڅه دا ده چې پرېښودنه یې وځنډوي.''

منظور پښتین د جنورۍ پر ۲۷مه په پېښور کې نیول شوی وو او عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته د ۱۴ ورځو لپاره ډېره اسماعیل خان ته وړل شوی وو.

پښتون ژغورنه غورځنګ پر منظور پښتین جوړې شوې ټولې مقدمې غیرقانوني بولي خو حکومت وايي چې هغه غونډو ته په ویناوو کې د ریاستي ادارو او ایین خلاف خبرې کړې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG