د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منشیاتو خلاف د کوټې پرېس کلب مخې ته لاریون


د کوټې پرېس کلب مخې ته د خضدار ځوانانو د نشه يي توکیو خلاف مظاهره وکړه. هغوی له حکومته غوښتنه کوله چې په بلوچستان صوبه کې دې د مخدره موادو مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د ضیا خان په نوم د احتجاج یو ګډونوال وايي، حکومت باید د منشیاتو کاروباریان له بېخه وباسي.

دا هغه ځوانان دي چې له خضداره تر کوټې پورې یې د نشه يي توکیو د کاروباریانو پر ضد پلی لاریون هم کړی. د دواړو سیمو ترمنځ واټن د ۴۰۰ کیلومیترو دی.

د خضدار ځوانانو له هغې وروسته پر احتجاج لاس پورې کړی چې تېره اوونۍ په نوشکي کې یو ځايي ځوان سمیع منګل د نشه يي توکیو د پلورونکو پرضد له بیان ورکولو وروسته ناڅرګندو کسانو په ډزو وواژه.

حکومت د پېښې نوټس اخېستی او د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو امر کړی چې د پېښې تر شا لاس لرونکي کسان دې ژر تر ژره ونیول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG