د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې د وسلوالو طالبانو یو مشر نیول شوی


د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې د فبرورۍ پر ۱۵مه یې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د مرکز پل علم په اړوند سیمه کې د وسلوالو طالبانو اکمالاتي مسوول نیولی دی.

د فبرورۍ پر ۱۶مه، د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزي رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، چې یاد کس ګل حسین نومیږي او وسلوالو طالبانو د اکمالاتو یا د وسلو او نورو توکو د رسولو مسوولیت يې پر غاړه وو.

شاپور احمدزي د نیول شوي کس په اړه نور مالومات ندي ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG