د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین: د کورونا وایرس په کمېدو دی، نهه زره کسانو درملنه شوې


چین وايي له نهو زرو زيات کسان چې په کورونا وايرس اخته شوي وو، له درملنې وروسته له روغتونونو فارغه شوي دي.
چین وايي له نهو زرو زيات کسان چې په کورونا وايرس اخته شوي وو، له درملنې وروسته له روغتونونو فارغه شوي دي.

چین د فبرورۍ پر ۱۶مه وویل، د کورونا وایرس مخ په کمېدو دی. هغوی له تېرو درو ورځو راهېسې د وایرس د کمېدو خبر ورکوي.

خو بل پلو، د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي د چین دغه ادعا وار نه مخکې خبره ده او هغوی نه شي ویلی چې دا بحران به کوم لوري ته ځي؟

د چین چارواکو نن د فبرورۍ په ۱۶ وویل، تر اوسه د کورونا وایرس ۱۶۶۵ کسان وژلي دي او ۶۸۰۰۰ کسان یې ناروغه کړي دي.

چین دا هم وايي چې له نهو زرو زيات کسان چې په کورونا وايرس اخته شوي وو، له درملنې وروسته له روغتونونو فارغه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG