د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د منظور پښتین د خوشې کولو غوښتنه وکړه


په رته کلاچۍ میدان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه روانه ده.
په رته کلاچۍ میدان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه روانه ده.

ډېره اسماعیل خان - د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د فبرورۍ ۱۶مې جلسه له حکومته په دې غوښتنې سره پای ته ورسېده چې منظور پښتین دې ژر تر ژره خوشې کړي.

د ډېره اسماعیل خان په رته کلاچۍ میدان کې په دې جلسه کې زرګونو کسانو ګډون وکړ چې ورته د غورځنګ مشرانو وینا وکړه.

په جلسه کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ کومو مشرانو او نورو پښتنو سیاستوالو ګډون وکړ په هغو کې د علي وزیر،محسن داوړ، ډاکټر سیدعالم مسود، افراسیاب خټک، بشرا ګوهر، جمیلې ګیلاني، ثنا اعجاز او عارف وزیر نومونه د یادولو وړ دي.

بشرا ګوهر او عارف وزیر جلسې ته د وینا پر مهال وویل، په داسې حال کې چې د منظور پښتین ضمانت شوی اوس د هغه په بند کې ساتل غیر اییني ګام دی.

علي وزیر جلسې ته د وینا پر مهال وویل:

"د منظور پښتین، ملا بهرام، قاسم اڅکزي، حنیف پښتین، عالمګیر، عالمزیب او په بحرین کې د بندي ګیله من د ګرفتاری په سختو ټکو کې غنده کوو."

عارف وزیر وايي د ضمانت باوجود د منظور په بند کې ساتل غیر اییڼی ګام دی
عارف وزیر وايي د ضمانت باوجود د منظور په بند کې ساتل غیر اییڼی ګام دی

پښتون ژغورني غورځنګ د خپلو ملګرو د راخوشي کولو، د ماورای عدالت وژونو د مخنیوی، د لادرکه کسانو عدالت ته د وړاندې کولو او د مایینونو پاکولو غوښتنې هم تکرار کړې.

خو د پاکستان حکومت وايي،د ماورای عدالت وژونو مخنیوي لپاره اقدامات کوي، د لادرکه کسانو لپاره یې کمیشن جوړ کړی او د مایینونو پاکولو لپاره هم کار کوي.

جلسې ته د شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي او د غورځنګ مخکښ محسن داوړ وویل: "تر څو چې دا غورځنګ ژوندی وي، ستاسو [حکومت] مخې ته به ډهال جوړيږي. "

د جلسې پر مهال د ډيره اسماعیل خان انتظامیې ۱۴۴ دفعه لګولې وه او د امنیت لپاره یې له سټیډیمه بهر پولیس ګمارلي وو.

له جلسې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر سید عالم مسید مشال رېډيو ته وویل ،هغوی له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د پښتنو په خاوره د نورو جنګونو مخنیوي لپاره هلې ځلې وکړي او قبایلو ته په خپلو وسایلو اختیار ورکړل شي.

د منظور پښتین ګرفتاري

د پېښور پولیسو د جنورۍ پر ۲۷مه پښتین ونیولو او هغه مهال یې ویلي ول چې دا کار یې د ډېره اسماعیل خان د پولیسو پر غوښتنه کړې. عدالت هغه وخت منظور پښتين د ۱۴ ورځو پر عدالتي ريمانډ زندان ته لېږلی وو.

پر منظور پښتين د ډېره اسماعيل خان په سټي تاڼه کې د جنورۍ پر ۱۸م نېټه مقدمه درج شوې وه چې پکې ويل شوي چې هغه د وزيرستان نايټ په نوم يوې غونډې ته په وينا کې ویلي وو چې هغه د پاکستان د ۱۹۷۳م کال ايين نه مني ځکه چې د هغه په وينا دا ايين مکمل غلط او د بشري حقونو پرضد دی خو پښتين دا تورونه رد کړي دي.

پوليسو پر منظور پښتين د امن خرابولو، کرکې خورولو، له ايين څخه د مخ اړولو، د پاکستاني رياست پر ضد د سازش کولو او د ايين له ۱۴۴مې مادې د سرغړونې دفعې لګولې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ثنا اعجاز د فبرورۍ پر ۱۵مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، تر دې مهاله منظور پښتین نه دی خوشې شوی:

"د منظور پښتین ضمانتونه نه دي شوي. پر هغه خو له ۱۴ زیات کېسونه دي، تر اوسه پورې خو په یواځې یو څو هغو کې د هغه ضمانت شوی دی."

په ډېره اسماعیل خان کې د غورځنګ غړي فدا مسود مشال راډیو ته وویل، جلسه د پاکستان پر وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه شروع شوه او تر پنځو بجو پورې به دوام کوي.

د جلسې اجازه ورکړل شوې

په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازي او د پي ټي اېم یو مخکښ علي وزیر د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته ویلي وو چې ځايي انتظامیې ورته د جلسې اجازه ورکړې:

"موږ چې به کومو ځایونو کې د جلسې غوښتنه کړې وه، هغه خو یې رانکړل خو له ښاره د باندې په رته کلاچي سټيډیم کې یې د جلسې اجازه راکړې ده.د پي ټي اېم ملګري څه رارسېدلي او څه راروان دي نو ډېره خوندوره جلسه به کېږي."

د ډېره اسماعیل خان انتظامیې که څه هم پي ټي اېم ته د جلسې کولو اجازه ورکړېده خو په عین حال کې یې د حالاتو د قابو کولو لپاره په ښار کې د فع ۱۴۴ د لګولو اعلان هم کړی دی.

کله مو چې په دې اړه د ډېره اسماعیل خان له مرستیال کمېشنر محمد عمیر څخه وپوښتل نو هغه وویل:

"[پي ټي اېم] د جلسې درخواست کړی وو، موږ ورته په رته کلاچي سټیډیم کې اجازه ورکړې. تر څو چې د دفعه ۱۴۴ خبره ده نو هغه د هغو غونډو لپاره وي چې اجازه یې نه وي اخېستې، دوی ته خو د ضلعې انتظامیې اجازه ورکړې نو بیا خو به څه ستونزه نه وي."

د ډېره اسماعیل خان ډیپټي کمېشنر وايي، که څه هم انتظامیه د هر ډول امنیت د ساتلو لپاره چمتو وي خو چې کله هم داسې لویې جلسې کېږي نو بیا د جلسې جوړوونکي پخپله هم د خپلو غونډو امنیت نیسي.

پي ټي اېم تر دې وړاندې د فبرورۍ په نهمه په لورالايي او کراچۍ کې جلسې کړې وې او علي وزیر د فبرورۍ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې راتلونکې غونډه به یې د مارچ په لومړۍ نېټه په چارسده کې وي.

پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ هلو ځلو ته د شک په سترګو ګوري او تورونه هم پرې لګوي چې ګینې نور هیوادونه یې لمسوي نو ځکه هغوی د پوځ پر ضد شعارونه ورکوي.

خو پي ټي اېم دا تورونه تل رد کړي او ویلي یې دي چې هغوی د پاکستان په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره خپل اواز اوچت کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG