د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې هوایي برید اته کسان وژلي دي


افغانستان (ارشيف)
افغانستان (ارشيف)

د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکي وایي، د جمعې په ورځ مازیګر مهال د سره رود ولسوالۍ ککړک خوړ سیمه کې بهرنیو او افغان ځانګړو ځواکونو هوایي برید تر سره کړی چې له امله یې په یو موټر کې سپاره د یوه ماشوم په ګډون اته ولسي وګړي وژل شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن سهار [د فبرورۍ پر ۱۵مه] مشال راډیو ته وویل، د برید موخه د وسله والو طالبانو امنيتي پوسته و هچې د سیمې له خلکو یې په لاقانونه توګه پیسې اخیستې، خو زیاتوي چې په برید کې ټول ولسي وګړي وژل شوي دي.

خوږیاڼی وايي چې ولایتي ادارې پر پېښه خواشینې ده او مسوولینو ته یې سپارښتنه کړې چې د پېښې جدي پلټنې وکړي.

تر دې وړاندې د ملي امنیت صفر دوه قطعې په خپره کړې اعلامیه کې ويلي و چې په برید کې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG