د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبايلي ضلعو کې د 'يوټيليټي سټور' نيشتوالي ګراني زياته کړې


د پاکستان د قبايلي سيمو نقشه

که څه هم د پاکستان وزيراعظم عمران خان په هېواد کې د ګرانۍ د مخنيوي لپاره يوټيليټې سټورز ته د ۱۵ اربه روپو مرسته اعلان کړې خو د خېبر پښتونخوا په اوو قبايلي ضلعو کې يو يوټيلټې سټور هم نشته.

په پاکستان کې يوټيليټي سټورز يا د ورځنيو توکو ارزان بيعه پلورنځايونه د حکومت تر څارنې لاندې کار کوي او د خوراکي توکو بيعې پکې د بازار پرتله کمې وي. په ټول ټول هېواد کې دا وخت تر ۵۵۰۰ زيات يوټيليټي سټورز شته خو په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو غړي شکايت کوي چې د هېواد د نورو سيمو په شان په قبايلي ضلعو کې هم د خوراکي موادو کمښت دی خو حکومت د دې لپاره هېڅ ګامونه نه دې پورته کړي.

په صوبايي اسمبلي کې د قبايلي سيمي استازې نعيمه کشور د فبرورۍ په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې په قبايلي ضلعو کې بېنظير انکم سپورټ پروګرام، بيت المال او يوټيليټي سټورز نظام نشته او په دې لړ کې يې په اسمبلي کې سوال جمع کړی دی.

"دا حکومت له ولس سره ټوکي کوي. په ملک کې زياتره يوټيليټي سټورز بند کړل شوي دي. په بنو کې يې شپږ سټورونه بند کړل او په ټول پاکستان کې يې ۶۰۰ سټورونه تړلي دي. حکومت له پکار ده چې په قبايلي ضلعو کې يو سټور خو کولاو کړي."

په دي وروستيو کې په پاکستان کې د بورې او د اوړو بحران ولس راپارولی و چې بيا وروسته وزيراعظم د ګرانۍ نوټس واخيستي.

په صوبايي اسمبلي کې د شمالي وزيرستان استازي مير کلام وزير مشال راډيو ته وويل چې د دوی د سيمې خلک اوس هم د کډوالۍ ژوند تېروي، د ړنګ شويو ودانيو معاوضې نه ورکول کېږي او له يو شمير نورو ستونزو سره مخامخ دي. دوی زياته کړه چې حکومت ته يې وړانديزنه کړي خو عمل پرې نه کېږي.

"يقيناً به په قبايلي علاقو کې يوټيليټې سټورز وي، جوړ شوي به وي، سامانونه به هم ورته راغلي وي خو دا به يوازې په کاغذونو کې وي. ځمکني حقايق مختلف دي."

بلخوا له خيبر قبايلي ضلعې څخه منتخب د صوبايي اسمبلۍ غړي بلاول اپريدي مشال راډيو ته وويل چې له حکومتي ګامونه دا څرګندېږي چې د قبايلي سيمو ولس د هېواد برخه نه دي.

"هر کار چې د پاکستان په نورو برخو کې کېږي هغه په قبايلي علاقو کې نه کېږي."

خو د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي له مشال راډيو سره په خبرو کې دا ومنله چې په قبايلي ضلعو کې يوټيليټي سټورز نشته خو نوموړي د متبادل بندوبست خبره وکړه.

"موږ به ډېر ژر د قبايلي ضلعو لپاره د يوټيليټي سټورز پرانيستلو پرېکړه وکړو. که چېرې دا نه کېږي نو متبادل بندوبست به کوو."

د خېبر پښتونخوا قبايلي ضلعو استازي دا خبري په داسې حال کې کوي چې په ټول پاکستان کې د يوټيليټي سټورز شمېر تر ۵۵۰۰ زیات دی. د خېبر پښتونخوا په پېښور، بنو، چترال، ډېره اسماعیل خان، کوهاټ، دير او سوات کې سټورونه شته خو په قبايلي ضلعو کې يو هم نشته.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG