د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان حکومت تورن جنسي ځورونکي عدالت ته راکاږي'


د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ویلي د افغانستان فوټبال فډرېشن لوړ پوړې چارواکي چې د ښځو لوبغاړو سره په جنسي ځورونو تورن او یا یې د ورته جرمونو په پټو ساتلو کې برخه اخېستې، لا هم نه دي نیول شوي.

بلخوا په لوګر ولایت کې ځینې چارواکي هڅې کوي چې په سرکاري سکولونو کې له ماشومانو سره په مبینه توګه د جنسي ناوړو کارونو د یوې ډلې په اړه پلټنې ختمې کړل شي.

د ایشیا لپاره د بشري حقونو د څار ادارې مرستیاله ډایریکټره پیټریشیا ګوسمېن وایي په افغانستان کې په جنسي ځورونو کې ککړو خلکو ته سزا ورکول یو مشکل کار دی او دا مسله هله لا زیاته شي چې پکې مشکوک کسان واک اختیار ولري.

نوموړې زیاته کړه دا دواړه کېسونه د افغان حکومت لپاره یو امتحان هم دی چې دوی د جنسي تېریو په کېسونو کې ککړو کسانو ته د استثنا نه ورکولو خپله ژمنه یقیني کړي.

مېرمن ګوسمېن له افغانستان سره پر مالي مرستندویانو هم غږ کړی دی چې پر افغان حکومت فشار واچوي چې په لوګر کې په مبینه توګه په سکولونو کې سلګونو ماشومانو سره په جنسي تیریو مشکوکو کسانو ته سزا ورکړي.

په افغانستان کې دوو فعالانو چې پروسږ کال یې د دغو جنسی زیاتیو په اړه راپور ورکړی وو د ځینو ځایي چارواکو او پر ټولنیزو رسنیو له ګواښونو سره مخامخ دي، او د افغانستان د استخباراتي ادارې لخوا نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG