د لاسرسي ځای

تازه خبر

دفاع وزارت: غور او هرات کې ۱۷۲ وسله وال طالبان تسلیم شوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په هرات او غور ولایتونو کې ۱۷۲ وسله وال طالبان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې له دغو طالبانو سره یې درې ډلګۍ مشران عبدالله، محمد یوسف او ملا سرور هم ملګري دي.

وزارت د دغو کسانو انځورونه هم خپاره کړي چې ښيي له ټولو سره وسلې هم شته او امنیتي ځواکونو ته یې تسلیموي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له یوې میاشتې راهیسې د غور په شهرک او د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې نژدې شپږ سوه ځایي طالبان له دې کبله دولت ته تسلیم شوي چې د دوی په ټکو پوځي فشار پرې زیات شوی دی.

طالبانو تراوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG