د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو تایلینډ کې د لسګونه کسانو ویشتونکی وژلی


بریدګر په دغه مغازه کې خلک په نخښه کړي
بریدګر په دغه مغازه کې خلک په نخښه کړي

د تايلینډ روغتيا وزارت او پوليس چارواکو د فبرورۍ پر نهمه رسنيو ته ويلي، هغه پوځي يې وژلی چې یوه ورځ وړاندې يې په يو مارکيټ کې ۲۱ کسان ووژل.

پوليسو ويلي، د سرجنټ جاکراپانت توما په نامه دې سرتيري د فبرورۍ په اتمه د هېواد په شمال شرقي برخه کې په يو مارکيټ کې ناتاره ډزې وکړې چې پکې ۳۰ کسان ژوبل هم شول.

د چارواکو په وینا هغه د ځمکې پر سر د يوې شخړې له امله غصه وو چې تر بريد څخه ۲۴ ساعته وروسته د پوليسو په کاروايۍ کې ووژل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG